
شاه رخ خان ته د هندي سینما وتلی ستور دی. بل پلو بیا ډوني د هندوستان او د نړۍ د کرکټ په ډګر کې نه هېرېدونکی نوم دی. یعنې دواړه د هندوستان دوه مهم ویاړونه او څیرې دي.
ډوني سربېره پر دې چې هندوستان ته یې په خپله لوبډلمشرۍ کې درې نړیوالې اتلولۍ ګټلي، د چینای لوبډلې لپاره یې هم درې ځلې د آې پي ایل اتلولۍ ګټلي، په دغو شپږ واړو اتلولیو کې د ډوني ځانګړی نوم دی.
نه یواځې دا چې ډوني په هندوستان کې محبوبیت لري، بلکې د کرکټ کیریر او اخلاق یې دومره ښکلي او زبردست دي، چې د افغانانو په ګډون د نورو نړیوالو زړونه یې هم ګټلي دي.
هر څومره که لوبه سخته وي، د ډوني غلط حرکت به ونه وینئ، تل ارام او نارمل طبیعت لري.
ده ته شارخ خان هم دعا کوي، خان ویلي داسې لوبه نه وي، چې زه پکې ډوني ته د بریا دعا نه کوم.
د آپریل نهمه نېټه او ډوني ته د شاه رخ خان دعا
د اپریل په نهمه نېټه د سه شنبې په ماښام چینای لوبډله د کلکتې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووته، لوبه د ډوني دې ټیم په کورني لوبغالي چینای کې وشوه، کلکتې لومړی توپ وهنه وکړه، ډوني د لوبډلمشرۍ په مرسته کلکته مغلوبه کړه، هغه داسې لوبډلمشري وکړه، چې تر اوسه آې پي ایل کې چا نه ده کړې، لومړی یې چټک توپ اچوونکی ډیپک چهر راوغوښت هغه په صفر توپاني توپ وهونکی کریس لیین په بهرکړ.
په دوهم اوور کې یې هربجن سېنګ باندې دوهم ځواکمن توپ وهونکی سونېل نرېن بهر کړ.
بیا یې ډیپک چهر، سکاټ کوګېلاین، عمران طاهر اړتیا ته په کتو راوغوښتل او پر له پسې یې وېکټې واخېستې او کلکته لوبډله یې تر وروستیو شېبو تر فشار لاندې راوسته.
یواځې رسل و، چې تر وروستیو شېبو یې مقاومت وکړ او پنځوسیزه یې جوړه کړه.
ډوني بیا توپ وهونکي ډېر ښه وکارول او لوبډله یې په خپله بهترینه لوبډلمشرۍ په ۷ وېکټو بریا ته ورسوله.
د لوبې له بریا وروسته شاه رخ خان ډوني سره له پورته پوړ څخه په اړیکه کې شو، خان ورته وویل:
«زه تاته د لا بریا دعاوې کوم، داسې لوبه نه وي، چې زه تاته دعا نه کوم، واقعاً چې ښه لوبډلمشري کوې.»
ډوني له شاه رخ خان څخه مننه وکړه او ترې ولاړ.
چینای لوبډله اوس د نومرو په جدول کې لومړی مقام کې ده.