ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان مشهوري سندرغاړي ميرمن ښاپيرۍ نغمې په يو ويډيويي پيغام کي د کرونا ويروس څخه د ځان ساتلو په اړه ځيني سپارښتني بيان کړي.
ښاپيرۍ چي په افغانستان کي يې هر څوک د نغمې په نوم پيژني د هيوادوالو څخه يې غوښتي دي ترڅو د کرونا ويروس په اړه جديت غوره کړي.
ميرمن نغمه وايي” د کرونا ويروس اوس د نړۍ لپاره يو ستر خطر دی، ددې لپاره چي ځان او کورنۍ ترې وساتو بايد د ځان نظافت وساتو همدارنګه بېله اړتيا د کور څخه ونه وځو، په لاس روغبړ ونکړو او د بيروبار ځايونو ته ور نه سو.
ښاپيرۍ نغمه وايي ژوند ښکلی دی راځئ ژوند وکړو،خو که د کرونا ويروس اسانه ونيسو د ځان او ټولني لپاره به مو لوی خطر جوړ کړی وي.
نغمې له خلکو غوښتنه کړې چي د روغتيا پالانو او ډاکترانو لارښووني ومنئ ، تعقيب يې کړئ او ددې وژونکي ويروس په اړه جدي تدابير ونيسئ.
دا په داسي حال کي ده چي د پښتو ژبي يو بل مشهور سندرغاړي هارون باچا هم په يو ويډيويي پيغام کي له خلکو غوښتي وه چي د کرونا ويروس په وړاندي ځان کورنۍ او ټولني سره په ګډه مبارزه وکړي.
لاندي لينک کي د ميرمن نغمې پيغام کتلایی سئ:
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=1810725965730427&id=1476829915786702