
لیکنه: بهار سمسور
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الرونډر یا ټول چاری شکیب الحسن چې له نړیوال کریکټ څخه د یو کال پرهېز ورکړل شوی، غواړي له بنګلهدېشي کرونا او غربتځپلو سره د همکارۍ پر اساس خپل د نړیوال جام لوبولی هغه مهم بېټ چې د انګلستان خلاف يې پرې سلیزه جوړه وه، خرڅ کړي.
شکیب دا خبر په داسې مهال ورکوي، چې ترې مخکې د دې هېواد بل مهم لوبغاړي توپوهونکي وېکټساتونکي مشفیق الرحیم هم خپل هغه بېټ چې پرې يې په ټېسټ کرکټ کې دوې سلیزې وهلې وې، د خرڅلاو لپاره يې بازار ته وړاندې کړ، چې هدف يې له خلکو سره همکاري ده.
شکیب الحسن ویلي، د نوموړي دغه بېټ تر ۲۴ زره ډالرو پورې نرخ لري، چې ترې لاس ته راتلونکې پیسې بیا خلکو ته ورکوي، خو تر اوسه دا خبر هم نه دی ورکړل شوی، د مشفیق الرحیم بېټ چې تر ده مخکې خرڅلاو ته وړاندې شوی، خرڅ شوی او که مشفیق به يې بېرته خپل بېک ته واچوي.