شکیب الحسن به ډېر ژر بیا نړیوال کرکټ ته راستون شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د بنګله دیش کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر او پیاوړی الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن له یو کلن بندیز وروسته بیا نړیوالو لوبو ته راګرځې.
د کرکټ نړیوالې شورا پر شکیب الحسن د فساد پر ضد د ناغیړۍ او دغې شورا سره د نه همکارۍ له امله پوره یو کال له هر ډول کرکټ څخه بند کړ.
ICC یا د کرکټ نړیوالې شورا تیر کال د اکتوبر میاشتې په ۲۹تمه نیټه یوې اعلامیې کې وویل، چې شکیب الحسن د فساد ضد کمیټې ته د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې د بنګله دېش، سریلانکا او زمبابوې ترمنځ سیالیو پر مهال پر هغه د فساد د لګول شویو تورونو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.

همدغه راز شکیب الحسن د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په آی پي ال کې د خپلې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد او کینګز ایلیون پنجاب ترمنځ لوبې پر مهال هم د فساد د لګول شوي تور په اړه پور معلومات نه دې ورکړي.
اعلامېي وویل شکیب الحسن دغې کمېټې ته په دغو لوبو له هغه سره د یو لړ نیول شویو تماسونو او هغه ته د ورکړل شویو بلنو په اړه پوره معلومات نه دي ورکړي.
په لومړیو کې شکیب الحسن له دوه کلن بندیز سره مخ شو، خو کله چې یاد لوبغاړي دا هر څه ومنل نو د کرکټ نړیوالې شورا هغه ته یو کال معاف کړ او یو کال یې له هر ډول کرکټ څخه لیري کړ.
د شکیب الحسن دا بندیز د راتلونکې اکټوبر میاشتې په ۲۹تمه نيته پای ته رسیږي.

یاد لوبغاړي د بنګله دېش لپاره تر دې دمه پوري ۵۶ ټیسټ، ۲۰۶ یو ورځنې او ۳۰۸ یې بیا شل اوریزه لوبې کړي دي.
هغه په یادو ۵۶ ټیسټ لوبو کې ۳۸۶۲ منډې، په ۲۰۶ یو ورځنیو لوبو کې ۶۳۲۳ منډې او په ۳۰۸ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۴۹۷۰ منډې کړي دي.
شکیب ددې ترڅنګ د توپ اچونې په برخه کې په ۵۶ ټیسټ لوبو کې ۲۱۰ ویکټې، په ۲۰۶ یو ورځنیو لوبو کې ۲۶۰ ویکټې او په ۳۰۸ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۳۵۴ ویکټې اخیستې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.