ژباړه: نجم الرحمن ناصري
د ارواپوهنې په علم کې ډول ډول شخصیتونه معرفي شوي. د خلکو د ځانګړنو د پېژندنې لپاره ښه ده چې د هغوی په اړه معلومات ولرو، چې وکولای شو ځان په ښه ډول ارزیابي او وپېژنو.
دا شخصیتي ډولونه د بېلابېلو ارواپوهانو لخوا او په بېلابېلو ډولونو دسته بندي شوي.
اسکیزوئید، خپه،تړلي، نمایشي، د ټولنې ضد، آزار ورکوونکي، منفي ګرا او ځان ناکام کووونکي او نور…
۱- اسکیزوئید شخصیتونه
د دې شخصیت نښې عبارت دي له انزوا، د لذت نه احساس، د کړوړو انزوا، له نژدې اړیکو څخه ځان ساتل، ځان مسوول نه بلل او یوازیتوب غوره کول.
۲- افسرده شخصیت
دا کسان په لذت اخیستلو کې د ناتوانۍ احساس لري او غمګیني او انزوا د هغوۍ له ښکاره نښو څخه دي.
۳- تړلي شخصیتونه
هغه کسان دي چې د نورو کسانو حمایت او لارښونې ته اړتیا لري او تل په تمه وي چې نور دوی ته لاره وښیي.
۴- نمایشي شخصیتونه
دا کسان ډېر فعال دي او د ټولنیزو مهارتونو څخه په ګټه اخیستنه د نورو مینه او احترام لاسته راوړي. خو یوه وېره تل ورسره وي چې په یوازې ځان نشي کولای کوم کار سرته ورسوي یانې وابسته شخصیت لري.
۵- د ټولنې ضد شخصیت
دا کسان تهدیدوونکي کړه وړه لري او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول ټولنیز قوانین تر پښو لاندې کوي. له دروغ ویلو او دوه مخي توب څخه کوم ډار نه لري، جرم او جنایت کوي خو د دوی له لیدلوري نور خلک د دوی د درد او رنج لامل دي او په پایله کې یې دوی انتقام اخیستلو ته هڅولي.یانې خپله تېروتنه او ګناه د نورو غاړې ته اچوي.
۶- آزار ورکوونکي شخصیتونه
دا کسان په غوسه او نورو ډولونو خلک په خبرو او کړووړو آزار کوي او په ډېر سهولت او آسانۍ د نورو احساساتو ته توهین کوي او د هغوۍ حقوق ضایع کوي.
۷- منفي ګرا شخصیتونه
هغه کسان چې د نورو په مقابل کې د بې اعتنایي او اعتنا ترمنځ دودله دي چې کله کله په نامعمول ډول غوسه کېږي او اوتې بوتې وایي، چې د شرم او ګناه دوره له ځان سره لري.
۸- ځان ناکام کوونکي
دا هغه کسان دي چې په ایثار او فداکاري باندې ځان په داسې موقعیتونو کې اچوي چې استثمار شي او دا کسان نورو ته اجازه ورکوي، چې ورڅخه ګټه پورته کړي.