شارُخ خان؛ په سیاست نه پوهیږم، خو که راتلم ټاکنیزه نښه به مې خپل ځانګړی انداز وي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندۍ سینما د محبت، عشق او مینې د فلمونو مشهور فلمي ستوری شاه رخ خان وایي هېڅ اراده نه لري چې دې سیاست ته مخه کړي.
په دې وروستیو کې په هندۍ رسنیو کې د یو شمېر کرکټ لوبغاړو او فلمي ستورو د سیاست ته راتګ په تړاوو خبرې کیږي.
تېره ورځ داسې راپورونه ورکول شوي ول چې د هندوستان د کرکټ لوبډلې کیڼ لاسی توب وهوونکی ګوتم ګمبیر هم د یوه ګوند لخوا د هندوستان په راتلوونکي ځایي ټاکنو کې برخه اخلي، تر هغې وروسته بیا په رسنیو کې د عامر خان سره هم د سیاست په تړاوو خبرې وشوې چې ګنې غواړي سیاسي ډګر ته راشي، خو فلمي ستوري عامر خان سیاست ته خپل راتلل هسي یوه اوازه وبلله او ویې ویل نیت نه لري چې دې اوس وخت کې سیاسي نړۍ ته مخه کړي.
دا ځل د بالیووډ کینګ شاه خان هم په یوه مرکه کې سیاسي نړۍ ته راتګ په تړاوو ویلي چې اوس دغه ډګر ته د ورتګ نیت نه لري.
نوموړي ویلي په سیاست ډېر زیات نه پوهیږي، نو په همدې خاطر نه غواړي چې د سیاسي نړۍ په لور قدم واخلي.
نوموړې د سیاست په اړه دا خبرې د هندوستان د یوې ویب سایټ سره په یوه خپره شوې مرکه کې کړي.
شاه رخ خان د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې (د پوره شهرت او پېژند ګلوۍ خاوند یې، نیت لرې تر څو راتلوونکي کې سیاست ته مخه کړې؟) ویلي، دی یو فلمي اداکار دی او په سیاست پوهیږي هم خو د سیاست په تړاوو ورسره زیات معلومات نه شته.
شاه رخ خان زیاته کړې، سیاسي نړۍ ته د راتګ لپاره ضرور ده چې باید په سیاسي چارو کې پوره مهارت ولرې او تر څنګ یې دغه ډګر ته د داخلېدو سره سم باید خپل ځان هېر او خلکو ته خدمت وکړي.
د ده په خبره سیاست ته د یو چا راتګ باید د عامو خلکو د ژوند د بهتروالي لپاره وي، نو په خبره یې چې باور نه لري چې به د خپلو هېوادوالو لپاره دومره کار وکړی شي.
شاه رخ خان زیات کړې که یې د سیاسي نړۍ د مزه څښلو شوق پیدا شو، نو خپله ټاکنیزه نښه به خپل هماغه سټایل وټاکي په کوم چې دې په نړۍ کې مشهور یم او په زیات فلمونو کې یې کوم.