د يوه ماشوم د مور مړينې پر شاهرخ خان اغېز وکړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: مدثر دعوت

په هندوستان کې د يوه ماشوم او مور ويډيو د باليووډ د باچا پام اړولی.
د هندوستان په مظفرپور کې له ريل سټيشن سره د دوو نيمو کلونو په عمر ماشوم د خپلې مړې مور له جسد څخه پړونی کشوي او يو ډول سرګردانه ښکاري.
دا زړه‌بوږنوونکې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خورا اوړي را اوړي چې د نورو تر څنګ يې د شاهرخان توجه هم جلب کړې او خورا يې متاثره کړی.

د شاهرخ خان اړوند مير خيريه بنسټ، چې د غريبو، ړندو او سوځېدلو ښځو درملنه او لاسنيوی کوي، د دې ماشوم د پالنې مسووليت يې په غاړه اخيستی.
شاهرخ خان پر خپل ټويټر اکاونټ کې له ټولو هغو کسانو څخه مننه کړې، چې د دې ماشوم په پيدا کولو کې ورسره ستړي شوي. دی وايي موږ ټول دعا کوو چې دا ماشوم له بدبخترينې تشې سره، چې د مور او پلار نه شتون دی، مقابله وکړي.


شاهرخ همداراز پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي چې زموږ مينه او ملاتړ به تل له دې ماشوم سره وي.
د باليووډ د باچا دا کړنه چې د يو بې وارثه ماشوم ساتنه او پالنه يې په غاړه واخيسته د خورا هر کلي او درنښت سره مخ شوي او په ټولنيزو رسنيو کې يو ځل بيا د خان ستاينه پيل شوې.
شاهرخ خان هغه وخت چې ډېر ماشوم وو، پلار يې وفات شوی و او مور يې هم ۳۰ کلونه وړاندې وفات شوې ده.
په هند کې د کرونا له خپرېدلو سره سم شاهرخ خان د خپلو خلکو او حکومت ملاتړ ته راودانګل، د کلکتې نايټ رايډرز کريکټ کلب، ريډچليز پروډکشن او مير خيريه بنسټ له لوري يې د پام وړ مرستې وکړې.
همدارنګه نوموړي خپل مجهز اپارتمانونه د روغتيا وزارت په واک کې ورکړل او تر ۲۵۰۰۰ د ډېرو روغتيايي کيټونو مرسته يې د مهارشترا د روغتياپالانو سره وکړه.