درېیم پاکستانی لوبغاړی هم په کورونا اخته شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: سمیع الله درانی 

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې ۴۰ کلن پښتون کرکټ ټولچاری شاهد افریدي په کورونا ناروغۍ اخته دی.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د تېرې پنجشنبې شپې راهیسې یې سخت سر درد او وجود درد درلود، چې کله یې د کرونا ټېسټ وکړ، نو پایله یې مثبته وه.
نوموړي له خلکو غوښتي، چې د ژر رغېدلو لپاره د دُعا لاسونه لپه کړي.
پاکستان کې د افریدي په ګډون درې پاکستاني کرکټ لوبغاړي په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
له ده وړاندې توفیق عمر او ظفر سرفراز هم په کورونا ناروغۍ ککړ شوي دي، خو له ده پرته دا دوه لوبغاړي د کرکټ په نړۍ کې ډېر مشهور نه دي.
په کورونا وایروس د افریدي په اخته کېدلو سره د کرکټ د نړۍ شپږ لوبغاړي په کورونا اخته شوي دي.
د سکاټلېنډ کرکټ لوبډلې مسلمان الروانډر لوبغاړی مجید حق هم په کورونا اخته شوی و، چې اوس بېرته ښه شوی دی.
د سویلي افریقا د فرسټ کلاس سیالیو لوبغاړی سولو اېن کیویني هم په کورونا اخته دی او د انګلستان کرکټ لوبډلې اوپنر توپوهونکی الېکس هیلس هم په مشکوک ډول په مارچ میاشت کې په کورونا ککړ پېژندل شوی و.

د پاکستاني لوبغاړو کورونا او په لوبډله یې اغېز

دا چې کورونا یوه وژونکې وبا ده، نو ترې د ساتنې لپاره روغتیايي لارښوونې باید عملي شي.
په لوبو کې بیا تر ډېره لارښوونې نشي عملي کېدای.
نو اوس د پاکستان کرکټ بورډ د انګلستان پر وړاندې لوبوته ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې په دې ډول ده:
عابد علي، فخر زمان، امام الحق، شان مسعود، ازهر علي، بابر اعظم، اسد شفیق، فواد عالم، حیدر علي، افتخار احمد، خوش دل شاه، محمد حفیظ، شعیب ملک، محمد رضوان، سرفراز احمد، فهیم اشرف، حارث روف، عمران خان، محمد عباس، محمد حسنین، نسیم شاه، شاهین  افریدی، سهیل خان، عثمان شینواری، وهاب ریاض، عماد وسیم، کاشف بټي، شاداب خان او یاسر شاه.
خو ویل کېږي چې حارث سهیل او محمد عامر بیا انګلستان ته له تګ څخه انکار کړی او علت یې هم د کورونا وېره ده.
اوس که د پاکستان لوبډله ټوله ټېسټ شي، ښایي ځینې لوبغاړي مشکوک و اوسي او دا چاره انګلستان دېته مجبورولی شي، چې له پاکستان سره له لوبو ډډه وکړي.
شاهد افریدي چې اوس په کورونا اخته دی وایي ۱۴ ورځې به قرنطین وي.
د رسنیو د راپورونو له مخې افریدي یوازې د خپل خیریه بنسټ لپاره په ټولنیزیو رسنیو فعالیت کاوه او له غریبو خلکو سره د مرستې کولو لړۍ غځولې وه او له نورو خلکو یې د بنسټ له لارې د مرستو کولو کمپاین هم کاوه.
د جنوري میاشت راهیسې تر دې دمه د کورونا له امله لسګونه سیریزونه او نورې لوبې لغوه شوي دي.

کورونا ناروغي پر کرکټ یې اغېز

د سیریزونو په لغوه کېدلو سره د کرکټ اقتصادي برخې ته هم زیات تاوان ورسېد.
د کرکټ لوبډلو مالي ملاتړو خپلې مرستې محدودې کړې، سپانسر او نور شریکوال د لوبو د نشتون له امله د لوبډلو مالي ملاتړ کم کړ.
زیاترو کرکټ بورډونو ځینو لوبغاړو سره د معاشونو ورکولو قراردادونه لغوه کړل، د ځینو معاشونه کم شول او ان د نړیوال شل اوریز جام په اړه هم خبرې تر دې کچې رسېدلي، چې ښایي لغوه شي.
آی پي اېل یې کابو درې میاشتې ځنډولی او ۱۲ وروسته به یې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
نو په هر حال د نورو کاروبارونو ترڅنګ کورونا په لوبو او کرکټ ستر منفي اغېز کړی او ستونزې یې جوړې کړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.