د کرکټ په نړۍ کې دا نوموتی پښتون کرکټ ټولچاری (ال راونډر) د نړیوال کرکټ مینه وال پېژني.
بشپړ نوم او کورنۍ یې
د افریدي پوره نوم صاحبزاده محمد شاهد خان افریدي دی، د ۱۹۸۰ م کال د مارچ په لومړۍ نېټه د خېبرپښتونخوا په خېبرایجنسۍ سیمه کې زېږېدلی؛ په قوم افریدی پښتون دی او اوس ۳۸ کاله عمر لري.
زده کړې یې په پېښورکې کړي دي او د خپلې خاله لور نادیه افریدي سره یې واده کړی.
شاهد خان افریدی نارینه اولاد نه لري او څلور لوڼې لري، چې اقصی، عجوه، اسمارا او انشا افریدي نومېږي.
کرکټ ته راتګ
شاهد خان افریدي په ۱۹۹۸ م کال کې د پاکستان لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه د اسټرالیا خلاف په کراچۍ ښار کې وکړه، چې په هغې لوبه کې یې په دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ۱۶ منډې کړې وې او په دواړو پاڼیو توپ اچوونه کې یې ۵ وېکټې اخېستې وې.
افریدي ۲۷ ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې ۱۷۱۶ منډې یې پکې جوړې کړي او لوړې منډې یې په یوه پاڼۍ کې ۱۵۶ دي؛ پنځه سلیزې او ۸ پنځوسیزې لري.
یو ورځنۍ لوبې: لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې د ۱۹۹۶ م کال د اکټوبر په میاشت کې د کینیا په نایروبي کې د کینیا خلاف وکړه.
نوموړي ۳۹۸ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې پکې یې ۸۰۶۴ منډې ترسره کړي، یوه لوبه کې یې ۱۲۴ لوړې منډې دي؛ ۶ سلیزې او ۳۹ پنځوسیزې یې وهلي دي.
شل اوریزه لوبې: لومړۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان خلاف د انګلستان په برېسټول سیمه کې کړې.
افریدي ۹۹ شل اوریزه لوبې کړي، چې ۱۴۱۶ منډې يې پکې د پاکستان لپاره جوړې کړي دي، ۵۴ ناسوځېدلې منډې یې په یوه پاڼۍ کې د یادولو دي.
شل اوریزه لوبو کې سلیزه نه لري او ۴ پنځوسیزې یې وهلي دي.
ریکارډونه
له یونس خان وروسته په ۲۰۰۹ م کال کې د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر شو او په همدې کال یې د لومړي ځل لپاره شل اوریزه نړیوال جام له سریلانکا څخه د پایلوبې په ګټلو سره د کور کړ، چې لوی لاس پکې د شاهد افریدي و.
له دې وروسته افریدی د توپ د حالت بدلولو یا ټېمپرېنګ په اړه مجرم وپېژندل شو او له دوه شل اوریزه لوبو محروم شو.
۲۰۱۰ م کال کې د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر شو، د ۲۰۱۰ کال د می په ۲۵ مه نېټه شاهد افریدي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د درې واړو لوبو شل اوریزه، پنځوس اوریزه او ټېسټ لوبو لوبډلمشر شو.
هغه د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه د نړۍ په کچه د زیاتو وېکټو ریکارډ لري، هغه په خپله لوبډلمشرۍ کې شل اوریزه لوبو کې ۴۰ وېکټې اخېستي، چې تر اوسه هیڅ لوبډلمشر نه دي اخېستي.
د شل اوریزه لوبډلمشر په توګه په یوه لوبه کې د غوره توپ اچوونې ریکارډ لري، هغه په یوه لوبه کې د ۱۴منډو په ورکولو سره په ۴ اورونو کې ۴ وېکټې اخېستي، چې تر اوسه هیڅ لوبډلمشر نه دي اخېستي.
په ۳۷ بالونو سل منډې؛
د یو ښه توپ اچوونکي ترڅنګ د ښې توپ وهنې ریکارډ یې دا دی، چې ۲۳۶۲ منډې یې هم په ټولو شل اوریزه لوبو کې جوړې کړي.
له هېواده بهر لومړنی غونډوس غورځوونکی دی، چې ۲۹ وېکټې یې اخېستي.
او لومړنی توپ اچوونکی دی، چې د عربي متحده اماراتو په ټي ټېن لیګ کې یې په ۲۰۱۷ م کال کې د وېکټو هېټرېک د پښتون لوبډلې لپاره د مرتا عربینز لوبډلې پر وړاندې وکړ.
تر دې دمه په ډېرو شپږیزو کې لومړی و؛ خو اوس ورسره کرېس ګېل په شپږیزو کې مساوي شوی، دواړو ۴۷۶ شپږیزې وهلي.
لومړی ځل یې په یو ورځنیو لوبو کې په ۳۷ توپونو د چټکې سلیزې جوړولو بنسټ کېښود، چې کلونه وروسته نیوزیلېنډي کولن منرو په ۳۶ توپونو د افریدي د سلیزې ریکارډ مات کړ او د هغه ریکارډ بیا ای بي ډیویلیرس مات کړ او ای بي ډیویلیرس په ۳۱ توپونو د ویسټ انډیز خلاف ۲۰۱۵ کال کې سلیزه ووهله.
شاهد افریدي او کرېس ګېل د ریکارډ په پایښت او بایلود کې
دا چې شاهد افریدي او کرېس ګېل دواړه په شپږیزو کې مساوي دي او دواړه د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې اخېستل شوي، که هر یو په دې لیګ کې زیاتې شپږیز ووهي د شپږیزو ریکارډ یې په نامه کېږي.
په ۲۰۱۰ م کال کې یې یو ځل له ټېست لوبو استعفا وکړه؛ خو د کرکټ بورډ په هلو ځلو بېرته راستون شو.
د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام څخه وروسته یې له یو ورځنیو لوبوسره مخه وکړه او په ۲۰۱۷ م کال کې یې د شل اوریزه لوبو څخه هم د پاکستان لپاره ځان ګوښه اعلان کړ.
لوبډلو کې لوبېدل
شاهد افریدي د خپلو لوبډلو په ګډون د نړۍ ۲۴ لوبډلو کې لوبیدلی، چې نړیوالې او سوداګریزې لوبې یې کړي دي.
نوموړی د هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز، انګلستان او نورو مشهورو لیګونو کې لوبیدلی دی.
خېریه بنسټ
صاحبزاده محمد شاهد خان افریدي اوس د بې وزله ناروغو ماشومانو لپاره روغتیایي خېریه بنسټ جوړ کړی، چې ناروغان پکې په وړیا ډول تداوي کېږي او نوم یې د شاهد افریدي خېریه بنسټ دی.
القاب
افریدي د کرکټ په نړۍ کې د خپلو خطرناکو شاټونو له امله په بوم، بوم مشهور دی او پاکستاني لوبغاړي ورته لالا هم وايي.
د سترې شپږیزې ریکارډ
شاهد افریدي په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ تر ټولو ستره شپږیزه د افریقا خلاف وهلې، چې ۱۵۷ متره اوږده وه؛ خو په لاندې ویډیو کې یې بیا ۲۵۰ متره شپږیزه هم ښکاري، چې بي پي ایل یا د بنګله دېش سوداګریز لیګ کې یې وهلې ده. نوموړي توپ له مېدانه بهر غورځولی و.
https://www.youtube.com/watch?v=sYupzkQJ1Iw
دوهم لېنک کې یې د فلېمینګ خلاف اسټرالیاکې ۲۵۰ متره شپږیزه وهلې ده.
ټولنیزه رسنۍ (ټوېټر)
۱،۱ یو اعشاریه یو ملیون تعقیبوونکي یا فالو ورز لري.
د ټوېټر لېنک یې:
Tweets by SAfridiOfficial