ليکنه: مدثر دعوت
شهزادمحمدي هغه نوم او څيره ده چي د افغانستان ترڅنګ په نړيواله سطحه د يو بريدګر او بې رحمه توپوهونکي په نوم پيژندل کيږي، خو د خپلو هيوادوالو څخه ګيله من ښکاري.
شهزاد د ډيوې سره په مرکه کي ويلي چي خلک دي ورزش او کرکيټ ته د سياست په نظر نه ګوري،هغه پښتانه چي د پاکستان په لوبډلي کي دي موږ ورسره ښې اړيکي لرو او د يو بل ښه ملګري يوو.
نوموړی په يو مثال کي وايي چي زه په لس اووريز ليګ کي د پښتون لوبډلي سره نه لوبيږم خو دا دی اوس د پښتنو سره په ميلميستيا کي يوځای يم.
شهزاد وايي وياړم چي د هيواد کرکټ مو دپرمختګ په حال کي دی او د راشدخان، محمدنبي، مجيب الرحمان او شاپور په څير د نړۍ بې مثاله لوبغاړي لري.
ده وويل پخوا افغانستان يوازي په مرګونو او جګړې مشهور وو خو اوس د نړۍ په هر کونج کي زموږ ورزشکاران خورا ښه نوم او ريکارډونه لري.
شهزاد د خبريال د هغه سوال په ځواب کي چي ځيني پښتانه او خلک کرکټ ته د سياست په نظر ګوري وويل چي دا خلک دي خدای پوه کړي موږ يې نسو پوهولای، خلک دي ددې يوساعت يا هم دوه ساعته لوبو څخه خوند واخلي.
پر نوموړي د افغانانو له لوري ډير ځلي نيوکي کيږي چي د پاکستانيو لوبغاړوسره اړيکي ساتي او دهغوی په عادي ټورنمينټونو کي لوبيږي.
تر څنګ شهزاد چې په وروستیو کې له یو پاکستاني مخکښ ملا سره ولیدل، هم له نیوکو سره مخ شوی و.
محمد شهزاد په لس اووريز ليګ کي په خپله لومړۍ لوبه کي په ۱۲ توپونو نيمه سليزه ووهله په ۱۶ توپونو ۷۶ منډي وکړلې، هيڅ توپ يې ميس نکړ او لوبه يې تر ۱۷ دقيقو مخکي پای ته ورسول، لاهم د خپلي لوبډلي لپاره کليدي لوبغاړی دی، چي د ډيرو نړيوالو کرکټ پوهانو پام يې د ځان په لوري اړولی دی.