شاهرخ خان او پرينکا د روغتيا نړيوال سازمان سره د پيسو په ټولولو کي مرسته کوي!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: مدثر دعوت
د باليووډ باچا شاهرخ خان او پرينکا چوپړا د هندوستان په نمايندګۍ د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري جوړيدونکي پروګرام کي برخه اخلي.
د روغتيا نړيوال سازمان غواړي د نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو سره په ګډه د کرونا ويروس لپاره د پيسو راټولولو لپاره داسي پروګرام جوړ کړي چي د نړۍ مشهوري څيرې پکښې ګډون ولري.
شاهرخ خان او پرينکا چوپړا چي ۹ کلونه وړاندي يې په ډان ۲ فلم کي کار سره کړی وو داځل د خير په کار کي سره ملګري دي او دې پروګرام کي به ګډون کوي تر څو په نړيواله کچه د کرونا ويروس د زيانمنو لپاره لا ډيري مرستي را ټولي کړي.
images 2020 04 07t1007095131633515849247041. شاهرخ خان او پرينکا د روغتيا نړيوال سازمان سره د پيسو په ټولولو کي مرسته کوي!
دې پروګرام چي نوم يې ” يوه نړۍ،يوځای په کور کي ” دی ،نور مشهور فلمي اداکاران هم راځي چي د جان ليجنډ، الټن جان، ليډي ګاګا او ادريس البا نومونه د يادوني وړ دي.
د روغتيا نړيوال سازمان له لوري دا جوړيدونکی پروګرام به د رواني اپريل مياشتي په ۱۸مه نيټه ترسره سي.
شاهرخ خان يوازي دا نه چي ۷۰ کروړه هندۍ کالداري مرسته يې وکړه بلکي په نورو اړخونو کي يې هم د خپل ولس او حکومت سره د لاسنيوي لپاره ور ودانګل.
شاهرخ خان ۲۵۰۰ هغه کارګرو ته چي اوس بيکاره دي او پخپلو کورونو کي قرنطين دي هره مياشت معاشونه ورکوي.
د ممبی د پوليسو سره يې په هره مياشت کي ۱۰۰۰۰ بستو خوراکي موادو مرسته اعلان کړه.
images 2020 04 04t1449518738884097868121363. شاهرخ خان او پرينکا د روغتيا نړيوال سازمان سره د پيسو په ټولولو کي مرسته کوي!
غريبو او اړو کورنيو ته ۵۵۰۰ بستې خوراکي توکي برابرول او ۲۰۰۰ بستې پاخه خواړه ويشل او ځيني نوري مرستي دي چي د کرونا ويروس د ځپل سويو کسانو او کورنيو لپاره يې اعلان کړيدي.
ددې ټولو مرستو سره سره شاهرخ خان او ګوري خان خپل ۴ پوړه په امکاناتو سمبال شخصي دفترونه د هند د حکومت په واک کي ورکړه تر څو د غريبانو او د کرونا ويروس د ناروغانو لپاره د قرنطين پر مهال ترې استفاده وکړي.
پر ټولنيزو رسنيو عام خلک د شاهرخ خان د ميني او ولس سره د ملاتړ پخاطر متاثره ښکاري او هغه ته يې د روغتيا د باچا لقب ورکړی.