شیخ زاید پوهنتون

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
شیخ زاید پوهنتون د خوست ښار لویدیځ ته په ۶ کيلومترۍ کې پروت دی. دغه پوهنتون په ۱۳۷۸ کال کې په پېښور ښار کې تاسیس شو. په هغه وخت کې خصوصي پوهنتون و چې د افغان پوهنتون په نوم یادېده او د پیسو په بدل کې پکې زده کړې کېدې. د نوموړي پوهنتون د زیات شمېر محصلینو او په افغانستان کې د هغوی بیا مېشت کېدو ته په کتو سره داسې وپتېیل شوه چې دغه پوهنتون دې افغانستان ته ولېږدول شي. له همدې امله دغه پوهنتون په ۱۳۸۱ کال کې د خوست ولایت د علماوو، قومي مشرانو، روشنفکرانو، فرهنګیانو، ټولنو، ځوانانو، د خوست د پخواني والي مرحوم استاد حکیم تڼیوال په هلو ځلو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځانګړې پاملرنې د ( ۲۲۶ ) ګڼې فرمان له مخې خوست ولایت ته انتقال شو او په افغانستان کې په یوه رسمي او دولتي پوهنتون بدل شو. د دغه پوهنتون لپاره زیاتره ودانۍ د عربي متحدو اماراتو له خوا جوړې شوې، نو له همدې امله د پخواني ولسمشر حامد کرزي په امر د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون په نوم ونومول شو. د دغه پوهنتون ودانۍ په ۱۳۸۶ کال کې په رسمي توګه د متحده عربي اماراتو د حج او اوقافو وزیر او د امارتو سفارت لوړرتبه مامورینو، د شیخ زاید پوهنتون د وخت رییس دوکتور ګل حسن ولیزي، د خوست د وخت والي ارسلا جمال او د دغه ولایت د قومي مشرانو او روشنفکرانو له خوا پرانیستل شوه. په لومړيو کې شیخ زاید پوهنتون څلور پوهنځي، ۱۶۰۰ تنه محصلین او ۷۵ تنه استادان درلودل، خو اوسمهال دغه پوهنتون (۱۲) پوهنځي، ۸۱۷۹ تنه محصلین او ۲۲۶ تنه استادان لري.
د خوست پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست پوهندوی عبدالخلیل افغاني وایي، دغه پوهنتون په ۱۳۸۱ کال کې د خوستوالو په هلو ځلو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځانګړې پاملرنې له پېښور څخه دغه ولایت ته انتقال شو او په افغانستان کې په یوه رسمي پوهنتون بدل شو.
افغاني وایي، دغه پوهنتون اوسمهال ۱۲ پوهنځي لري چې له طب، انجنیري، زراعت، وترنري، کمپیوټر ساینس، ټولنیزو علومو، ژبو او ادبیاتو، اقتصاد، ژورنالېزم، شرعیاتو، حقوقو او ښوونې او روزنې څخه عبارت دي. د دغو پوهنځیو له جملې څخه څلور (اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، حقوقو، ښوونې او روزنې پوهنځي) د شپې له خوا هم د محصلينو پر مخ پرانيستي وی.
شیخ زاید پوهنتون اوسمهال یو جومات، ۸ تدریسي ودانۍ، ۸ د لیلیې ودانۍ، یوه دوه پوړیزه اداري ودانۍ، یوه طعام خوري، د نجونو لپاره دوه د لیلیې بلاکونه، جومات، د کادري روغتون ودانۍ، زراعتي تحقیقاتي فارم او د کتابتون ودانۍ لري چې له دې ډلې څخه اته تدریسي بلاکونه، اته د هلکانو د لیلیې بلاکونه، د مرکزي ادارې ودانۍ او جومات د متحدو عربي اماراتو په مالي لګښت په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوي دي.
افغاني وایي، تر اوسه یې له لسو زرو ډېر فارغ شوي محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. د یادونې وړ ده چې د دغه پوهنتون د محصلینو شمېر ۸۱۷۹ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲۴۸ هغه یې ښځینه محصلینې دي.
بلخ، فاریاب، سمنګان، کندهار، نیمروز، فراه، زابل، هلمند، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ او غزني هغه ولایتونه دي چې محصلین یې په دغه پوهنتون کې پر زده کړو بوخت دي.
د شیخ زاید پوهنتون د هغو محصلینو لپاره چې له نورو ولایتونو څخه راغلي دي، د لیلیې سیستم هم لري. د نارینه وو په لیلیه کې یې ۱۰۱۵ او د ښځینه وو په لیلیه کې ۹۴ محصلین ژوند کوي، خو د ځای د کموالي له امله ۲۶۲۱ نورو کسانو ته بدل اعاشه ورکول کېږي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د افغان پوهنتون په چوکاټ کې د خوست پوهنتون له جوړېدو څخه وړاندې په پېښور کې په کار پیل کړی و. دغه پوهنځی تر اوسه دوه ډیپارڼمنټونه (معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سیستمونه) لري.
د شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کې د انجنیرۍ پوهنځي په ۱۳۸۲ کال کې رسماً په فعالیت پیل وکړ. په لومړيو کې انجنیري او زراعت د یوه پوهنځي په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تر سره کول، خو د وخت په تېرېدو سره، کله چې د استادانو شمېر زيات شو او نوې څانګې هم جوړې شوې له یو او بل څخه جلا او په دوو بېلو پوهنځيو ووېشل شول.
د شیخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي په ۱۳۸۱ کال په فعاليت پيل وکړ. دغه پوهنځي په لومړي سر کې د دريو استادانو پر مټ اته تنه محصلين د خپلې لومړۍ دورې د فارغينو په توګه ټولنې ته وړاندې کړل. د کرنې پوهنځي تر اوسه په مجموعي توګه په ديارلسو دورو کې ۹۶۶ فارغين ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. په لومړي سر کې یې يوازې د اګرانومي ډيپارتمنت درلود، خو اوسمهال څلور نور ډيپارتمنتونه، لکه د نباتاتو د ساتنې ډيپارتمنت، د باغدارۍ ډيپارتمنت، کرنيز اقتصاد ډيپارتمنت او د حيواني علومو څانګه هم ور زیات شوي دي.
طب پوهنځی په ۱۳۸۱ کال کې په شیخ زاید پوهنتون کې تاسیس شو. دغه پوهنځی ۴۰۰ تنه محصلین او ۳۶ تنه استادان لري. طب پوهنځی د محصلینو د عملي کارونو لپاره ځانګړی ۱۳۶ بستریز کادري روغتون لري. دغه پوهنځی ځانګړی کتابتون هم لري چې محصلین ترې په اړونده برخه کې ګټه اخلي.
وترنري پوهنځی په ۱۳۹۱ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د يوه خپلواک پوهنځي په توګه د شيخ زايد په پوهنتون کې د دريو ډيپارتمنتونو په لرلو سره په فعالیت پیل وکړ. دغه پوهنځی د تدريس لپاره ځانګړې ودانۍ نه لري او د زراعت پوهنځي له ودانۍ څخه ګټه اخلي.
په شيخ زايد پوهنتون کې د نورو پوهنځيو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره د حقوقو، اقتصاد او شرعياتو ګډ پوهنځي تاسيس شول چې په ١٣٨۱ کال کې يې شرعياتو د فقې او قانون دیپارتمنت په حيث په فعاليت پیل وکړ.
د ادارې او تجارت پوهنځی په ۱۳۸۲ کال کې د حقوقو او شرعياتو پوهنځیو په چوکاټ کې د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس شو او په ۱۳۸۷ کال کې یې د خپلواک پوهنځي په توګه په فعالیت پیل وکړ. په ۱۳۸۵ کال کې کله چې له دغه پوهنځي څخه د لومړۍ دورې محصلين فارغ شول، نو د هغوی له ډلې څخه درې تنه يې د رسمي استادانو په توګه مقرر شول. له هغه را وروسته له ډېرو ستونزو سره سره ادارې او تجارت پوهنځي په کيفي او کمي لحاظ ډېر پرمختګ کړی دی.
ژورنالېزم پوهنځى په شيخ زايد پوهنتون كې نسبتاً اوږده مخینه لري، چې بنسټ يې په پېښور كې د افغانستان د کډوالو له خوا د افغان پوهنتون په چوكاټ كې اېښودل شوی دی. په لومړیو کې یې د ادبياتو پوهنځي په چوكاټ كې د يوه ډيپارتمنټ په توګه فعاليت درلود.
د دغه پوهنتون سرپرست وایي، موږ په پوهنتون کې یو کوچنی کتابتون لرو، چې پر یوه وخت پکې سل محصلین مطالعه کولی شي. دی په دې برخه کې له اړوندو چارواکو څخه غواړي چې د یوه مجهز کتابتون په جوړولو کې ور سره مرسته وکړي.
شیخ زاید پوهنتون تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري. د دغه پوهنتون سرپرست وایي، هغه معیارونه چې یو پوهنتون یې باید د ماسټرۍ لپاره ولري، تر اوسه دوی نه دي پوره کړي. دی وایي هڅه یې دا ده چې دغه معیارونه پوره کړي او په پوهنتون کې ژر تر ژره د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.
شیخ زاید پوهنتون له یو شمېر بهرنیو پوهنتونونو سره هم اړیکه لري. د دغه پوهنتون سرپرست وایي، تر اوسه پورې یې له دوو بهرنیو پوهنتونونو، یوه امریکایي پوهنتون او د جرمني د بوخم پوهنتون سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي دي چې دواړو پوهنتونونو په اړوندو برخو کې ور سره مرسته کړې ده او یو زیات شمېر استادان یې بهر ته د ماسټرۍ لپاره استولي دي، ډېری یې له ماسټرۍ اخیستو وروسته بېرته خپله هېواد ته راستانه شوي او په اړوندو برخو کې محصلینو ته تدریس کوي.
پوهندوی عبدالخلیل افغاني وایي، د لوړو زده کړو وزارت هر کال له هغه شمېرې ډېر محصلین چې دوی یې د جذب وړتیا لري دوی ته ور پېژني، تر څو په بېلا بېلو پوهنځیو کې خپلې لوړې زده کړې وکړي. افغاني وایي دوی هر کال لږ تر لږه ۲۵۰۰ نوي محصلين جذبوي.
د شیخ زاید پوهنتون محصلین او استادان اوسمهال په لاندې برخو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي:
1- د انټرنېټ نشتوالی
2- د عملي تدریس لپاره د مجهزو لابراتوارونو نه شتون
3- د برېښنا کمښت
4- د لیلیې د تعمیرونو کمښت
5- د ادیتوریم نشتوالی
6- د جمنازیوم نشتوالی
7- د مجهزو سپورتي میدانونو نشتوالی
8- د مجهز کتابتون نشتوالی .
د شیخ زاید پوهنتون سرپرست وایي، دوی په دې برخه کې له اړوندو مسوولینو څخه غوښتنه کوي، چې لاسنیوی یې وکړي.