د شاتو د مچیو د ژوند څرنګوالی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

مترلینګ بلژیکی عالم او زیست پېژندونکی چې د شاتو د مچیو د ژوندانه په هکله یې ډېره مطالعې کړې، د دوی د ژوند د عجیبه نظام په هکله داسې وایي:
ملکه (د کندو مور) د شاتو د مچیو په ښار کې، چې هسې چې موږ فکر کوو حاکمه نه ده، بلکې هغه هم د نورو په شان د بعضې قواعدو او قوانینو مطیع ده.
موږ نه پوهېږو دا قوانین او نظامونه له کوم ځای څخه وضع کېږي او د هغې ورځې په تمه یو چې پر دې موضوع پوه شو او د دې مقرراتو وضع کونکی وپېژنو، خو د اوس لپاره یې د کندو د روح په نامه پېژنو.
ملکه هم د نورو په شان د کندو له روح څخه اطاعت کوي، موږ نه پوهېږو چې د کندو روح په کوم ځای که موقعیت لري؟ مګر پوهېږو چې د کندو روح لکه د مرغانو د غریزې په شان نه دی او همدارنګه پوهېږو چې د کندو روح د شاتو د مچیو یو ړوند عادت نه ده.
د کندو روح د ښار د هر یوه اوسېدونکي دنده د هغو د استعداد پربنسټ معلوموي او هر یو یې په یوه دنده ګماري.
د کندو روح کاریګرو ته امر کوي چې کور جوړ کړي. د کندو روح په معیینه ورځو او ساعتونو کې اوسېدونکو ته امر کوي چې مهاجرت وکړي او د نوي کور او استوګنځي د موندلو لپاره خپل ځان نامعلومه پېښو او سختیو ته وسپاري.
موږ نه پوهېږو چې هغه قوانین چې د کندو د روح له خوا وضع شوي په کومه شورا کې مطرح او ویل کېږي او د هغو د تطبیق لپاره تصمیم نیول کېږي او څوک ده چې په یوه معیینه ورځ د حرکت فرمان صادروي؟ (د مترلینګ د خبرو پای)
که دا عالم په مبهم ډول د دې موضوع په اړه غږېږي موږ د قرآن د لارښونې پر بنسټ ښه پوهېږو چې دا آوازې او برنامې له کوم ځای څخه دي؟ او تنظیم کوونکی او فرمان ورکوونکی څوک ده؟
قرآن کریم څه ښایسته تعبیر لري «رب دې د شاتو مچۍ ته الهام او وحیه وکړه» [النجل ۶۸-۶۹ ] سوره.
ون فریچ د خپلو تحقیقاتو لپاره، چې د مچیو د کړو وړو په برخه کې یې کړې وو، وکولای شوای چې د نوبل جایزه ترلاسه کړي. هره مچۍ د یوه ګل یا باغچې له موندلو وروسته کندو ته راځي او د هغې ځای د دقیقې لارې او نقشې په اړه نورو ته خبر ورکوي، د مچۍ دا کار د مچیو د ګډا په نامه یادېږي.
د دوی د خوځښتونو معنا، چې رښتیا دې کاریګرو مچیو ترمنځ د اطلاعاتو دې مخابرې لاره ده، په علمي دول او د عکاسۍ له لارې کشف او موندل شوې ده.
کاریګرې مچۍ مؤنث دي، ځکه النحل سوره ۶۸-۶۹ کې د مچیو جنسیت لپاره د مؤنث ذکر شوی، یانې هغه مچۍ چې د ډوډۍ د راټولولو لپاره له کندو څخه بهر وځي ماده مچۍ دي او یا په ساده ډول ووایو چې کاریګرې مچۍ ماده دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.