جنسي اړیکې پر مغز او روان څه اغېزې لري؟

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: بشر دروېش
جنسي اړیکې یوازې د جنسي لذت وسیله نه ده او نه باید په دې اړه خبرې عادي او په اصطلاح بې ادبي وګڼل شي.
دا اړیکې، چې خامخا باید مشروع او حلالې وي د انسان پر ټول وجود او له هغې ډلې پرمغزو ځانګړې اغېزې لري.
د دې لپاره، چې پر دې اغېزو پوه شئ، راځئ دا مطلب ولولئ.
جنسي اړیکې د نیشه یي توکیو غوندې دي!
جنسي اړیکې معمولاً انسان ته ښه احساس ورکوي، د دې احساس له وجې مو ډېر زړه غواړي، چې له خپلې مېرمنې سره ډېر وخت نیږدې اوسوو او اوږدمهاله جنسي اړیکې ولرو.
هغه خوند، چې له دې اړیکو یې اخلو، په مغزو کې د ډوپامین په نوم برخه فعالوي.
دا برخه د مغزو د اعتیاد برخه هم ګڼلی شوو، د ډوپامین فعالیدل له جنسي اړیکو سره موږ داسې معتادوي لکه له نیشه یي توکیو سره چې معتادولی شي.
جنسي اړیکې د خپګان ضد درملو ته ورته دي
په ۲۰۰۰ میلادي کال کې یوه څېړنه، چې پر ۳۰۰ مېرمنو ترسره شوه، دا یې ثابته کړه چې کانډوم لرونکې جنسي اړیکه له بې کانډومه اړیکې څخه په مراتبو ډېر خوند او د خپګان لږې نښې لري. د څېړنو له مخې د نارینه مني د خپګان ضد خواص لري او په ښځینه وو کې د خپګان ضد درملو رول لرلی شي.
جنسي اړیکې ځینې وخت د خپګان سبب هم ګرځي!
هغه جنسي اړیکې، چې لرونکي لوري یې په ذهني لحاظ ورته سم مساعد نه وي، د خپګان ضد رول پرځای د خپګان زېږولو رول لرلی شي.
ځکه خو د جنسي اړیکو ډاکټران ټینګار کوي، چې د دغو اړیکو پرمهال بشپړه ذهني فضا مساعده او په دوه اړخیز رضایت او علاقه مندۍ دا اړیکه مخته یوسئ.
جنسي اړیکې د وجود درد کموي
کله که مو سر خوږیده د جنسي اړیکې پلان مه بدلوئ. څېړنو ښودلې چې دا اړیکه پر مغزو د ښه اغېز له کبله د سر درد او د وجود نور دردونه یا ختمولی او یا کمولی شي.
جنسي اړیکه ممکن ستاسې حافظه پياوړې کړي
په ۲۰۱۰ کې یوې څېړنې ثابته کړې، چې د ډېرو جنسي اړیکو لرونکي د کمو اړیکو لرونکو په پرتله لږه مغزي وده لري.
البته دا څېړنه ډېره هم دقیقه او نهایي نه ده، تاسې کیدای شي ورته هیله من اوسئ، خو زیات باوري کیږئ مه، چې جانبي زیانونه درته ونه رسوي.
جنسي اړیکه د ارامۍ سبب ګرځي
څېړنو ثابته کړې، چې جنسي اړیکه د ذهني ارامۍ سبب ګرځي. دلیل یې دا ښودل شوی، چې که یو څوک څومره هم ذهناً نارامه او خپه وي،خو چې له مېرمنې سره یې یوازې کیږي، خوږې خبرې کوي، یو بل نازوي او تر ټولو ښه دا چې یو بل د خپلو تکیه ګاوو په توګه ویني او وروسته جنسي اړیکه نیسي، ذهني نارامۍ یې یا ورکیږي او یا کمیږي.
جنسي اړیکې خوب درولي
دا تجربه ممکن تاسې هم کړې وي، چې له جنسي اړیکې وروسته زر ویده شوي یاست. د څېړنو له مخې دا اړیکه د خوب راوستو په برخه کې د ښځینه وو په پرتله پر نارینه وو زیاته اغېزه کوي.
دلیل یې دا ګڼل شوی، چې نارینه وو ته تر ښځینه وو ډېره ذهني ارامتیا وربښي او زر یې د خوب دنیا ته بیایي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.