سیتا قاسمي او د بېلتانه سندرې؛ طلاق شوی خاوند یې بیا دا ملامتوي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: صادق طارق
سیتا قاسمي د هېواد مشهوره او ډېره ځلیدلې سندرغاړې ده، چې د نورو سندرو ترڅنګ یې د بېلتانه له سوزه ډکې سندرې ډېر مینه وال لري.
هغه په لږ وخت کې ډېره وځلیده او په نړیواله کچه یې د افغان سندرغاړو په ډله کې نوم د بره وخوت.
پېژندنه
سیتا قاسمي په کابل کې زیږیدلې او تر لسم ټولګي یې د پنجصد فامیلي لېسه لوستې ده.
هغه په ۱۹۹۶ کې هغه مهال چې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، د جګړو له کبله د هېواد پریښودو ته اړ شوه.
کورنۍ سره لومړی د پېښور ناصر باغ او بیا د المان فرانکفورت ته لاړه، چې تراوسه هملته ژوند کوي.
19113938 1443226899057393 2429810575988469246 n سیتا قاسمي او د بېلتانه سندرې؛ طلاق شوی خاوند یې بیا دا ملامتوي
وحید قاسمي سره تړاو
په ځینو راپورونو کې سیتا قاسمي د مشهور سندرغاړي وحید قاسمي د کورنۍ غړې ګڼل شوې، خو وحید قاسمي په یوه مرکه کې دا خبره رد کړې.
قاسمي ویلي، چې سیتا د یوې غوره هنرمندې په توګه پېژني او له دې اخوا کورنۍ اړیکې نه سره لري.
هنري ژوند
سیتا قاسمي له وړوکوالي هنر سره لېواله وه، تراوسه یې څه باندې ۲۰ سندرې ویلي چې هرې یوې ډېرمینه وال موندلي.
د سیتا کمال دا دی، چې د ښه غږ، ښایست او جذابیت ترڅنګ د شاعرۍ، کمپوز جوړولو او نورو هنري وړتیاوو څخه هم برخمنه ده.
هغې د خپلو یو شمېر سندرو شعرونه او کمپوزونه خپله جوړ کړي.
600167 1029279790452108 7095745397089902130 n سیتا قاسمي او د بېلتانه سندرې؛ طلاق شوی خاوند یې بیا دا ملامتوي
ګډې سندرې
سیتا قاسمي یو شمېر سندرې له نورو مشهورو سندرغاړو سره په ګډه ویلي.
په دې برخه کې شفیق مرید، ولي، بشیر همدرد، آریس پرویز او یو شمېر نورسندرغاړي یادولی شوو.
سیتا یوه ښه ویانده هم ده او په یوه خصوصي تلویزون کې یې څه موده هنري خپرونې مخته وړي.
د هغې تلویزوني خپرونو هم ګڼ مینه وال لرل.
د سیتا ډېرې سندرې په فارسي ژبه دي.
16997830 1324864847560266 3447311103992510983 n سیتا قاسمي او د بېلتانه سندرې؛ طلاق شوی خاوند یې بیا دا ملامتوي
طلاق او د بېلتانه سندرې
د سیتا قاسمي په سندرو کې د بېلتانه، مینې، بې وفایۍ او یوازې توب د سوز ګیلې او انعکاس ډېر لیدل کیږي.
https://www.youtube.com/watch?v=94Dkp6vqI9Q
دلیل یې ممکن د ژوند له ملګري د هغې بېلوالی او له هغه څخه نارضايتي وي.
هغې که څه هم په رسمي ډول د ژوند د جلا شوي ملګري په اړه یې کوم اعتراف نه دی کړی، خو د سندرو له سوزه یې ښکاري چې هغه ملامتوي.
سیتا د فاروق کریمي په نوم له یوه کس سره واده کړی و، چې د واده ثمره یې دوه ماشومان وو.

دوی له څو کلونو راهیسې سره بېل شوي.
فاروق کریمي په یوه مرکه کې ویلي: سیتا راته ډېره ګرانه وه، ښه پالنه مې ترې کوله، خو هغې رانه لاره جلا او خواشینی یې کړم.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.