
ليکنه: مدثر دعوت
د نړيوال جام د انتظار څخه ډکه لوبه تيره شپه ترسره سوه.
د هندوستان او پاکستان د لوبي لپاره ټول ټيکټونه لا له وړاندي خرڅ سوي وه، تر ۹۰۰۰۰ ډير مينوال يې نندارې ته ورغلل،په زرګونو مينوال يې د لوبغالي دباندي انتظار وه،خو د ورتګ لپاره په لوبغالي کي ځای نه وو،او همدارنګه په ميليونونو کسانو په نړيواله سطحه د تلویزیونونو له لاري وکتله.
خو ددې ټولو خبرو ترشا يوازي يوه خبره ده،سياست!
په سياسي چارو کي د هند او پاکستان هر کله اړيکي خرابي وي، دواړه هيوادونه د يوبل په وړاندي په عادي وختونو کي لوبي نه کوي نو ځکه په ټورنمینټونو او ليګونو کي ددوی لوبو ته خلک په کلونو کلونو انتظار باسي.
خو يوه خبره تل روښانه وي چي هيڅکله پاکستان ندی توانيدلی چي په نړيوال جامونو کي هند ته ماته ورکړي او دا مالومه خبره ده چي هند په کريکټ کي د پاکستان سره ځمکه او اسمان توپير لري.
په تيري شپې لوبه کي هم هندوستان خپل قوت پاکستان ته وښودی.
د لوبي پچه پاکستان وګټله او توپ اچونه يې انتخاب کړه،که څه هم پخواني کریکټر او د پاکستان اوسني صدر اعظم عمران خان خپلي لوبډلي ته مشوره ورکړې وه چي د ټاس ګټلو په صورت کي توپوهنه انتخاب کړي خو لوبډلمشر يې برعکس پریکړه وکړه.
هند په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو پاکستان ته ۳۳۷ منډي هدف وټاکی.
روهيت شرما ۱۴۰، لوکيش راهول ۵۷، ويرات کهولي ۷۷ او هاردیک پانډيا ۲۶ منډ وکړلې.
د پاکستان په توپ اچوونکو کي يوازي محمد عامر اقتصادي توپ اچوونه وکړه او ۳ ويکټي یې ترلاسه کړې، حسن علي او وهاب ریاض يوه يوه ويکټه تر لاسه کړه او هر يوه تر ۷۰ ډيري منډي ورکړې.
پاکستان د معمول په څير په اوپنينګ کي خراب پيل وکړ.
لوبه د باران له کبله وځنډيدله خو لوبڅارانو لوبه ۴۰ اوورنو ته راکمه کړه او ۳۳۷ منډو هدف پرځای يې پاکستان ته ۳۰۲ منډي هدف وټاکی.
پاکستان په ۴۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو يوازي ۲۱۲ منډي وکړې او لوبه يې د ۸۹ منډو په توپير بايلوله.
فخرزمان ۶۲، بابر اعظم ۴۸ او عماد وصيم ۴۶ منډي وکړې.
د هند لپاره ویجی شنکر،کلدیپ یاداو او هاردیک پانډیا دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې.
ويرات کهولي ويلي وه چي موږ هري لوبډلي ته ماته ورکولای سو،خو د برايي تر لوبي وروسته پاکستاني لوبډلمشر سرفراز احمد وويل چي موږ به خپلي پاتي لوبي وګټو.