څو لارې پرې پیسې سپما او ډیرې کړئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د سلګۍ احساس ژباړه
۱- اول پانګه اچوونه شروع کړئ
دا پدي معنی نه ده چې اضافه پیسي مو جمعه کړئ بلکې اصل دادی چې د اضافه توکو له اخیستلو څخه مخنیوی وکړئ. مثلا کله چې له کوره ووځئ او د تیریدو په وخت د بوټانو او د عطرو هټیو ته رسیږئ نو فکر وکړئ چې هیڅ مو ندي لیدلي. دا ساده او مهمه نقطه ده، څو ډیرې پیسې سپما او له خپلو پیسو ښه پانګه اچونه وکړئ.
د خپل ځان لپاره یوه زخیره جوړه کړئ او خپلې پیسي پکې وساتئ وروسته له یو وخت څخه به ووینئ چې څومره درته ګټوره ده او که چیري غټي پیسي لرئ نو د امکان تر حده هغه مه ماتوئ تر څو ورته د لګښت زمینه مساعده نشې.
۲-د خپل ځان لپاره زیرمه برابره کړئ
هر وخت او هره میاشت چې کله پیسې لاسته راوړئ نو په همغه وخت ورته پلان جوړ کړئ او د خپل ځان لپاره د تشویق یوه نقطه هم پریږدئ که چیرې د خپل لګښت سربیره په دخل کې پیسي ولرئ دا به ستاسې د کامیابۍ یوه مهمه نقطه وي.
۳- تل ښه شیان مه غواړئ
د بې کیفیته شیانو اخیستل یوازې دا نه چې اقتصادي ندي بلکې ټول ضرر دي، نو ددی هدف دا نه دی چې ارزانه شیان واخلئ بلکې باکیفیته خو کم شیان واخلئ چې دا درته اقتصادي ګټه لري خو دا پدی معنی نده مثلا: که غواړئ یو ښه د کالیو ماشین واخلئ او باکیفیته او د ښه موډل درلودونکی وي خو تاسې سره د ښه موډل او باکیفیته ماشین د اخیستلو پیسې کمې وي نو پدې حالت کې د قرض اخیستلو او یا د ډیر تشویش ضرورت نشته بلکې تر خپلې وسې یو ماشین واخلئ.
۴- د انرژۍ له بي ځایه مصرف ډډه وکړئ
دا یو شعار دی چې هر کله مونږ تلویزون یا راډیو اورو نو فکر کوو چې دا فردي ګټه ده او ځان پدي مکلف نه ګڼو، خو که د انرژۍ له کموالي سره مخ شو نو لومړي قیمت یې باید مونږ ورکړو.
۵- د بانکي کارت څخه په استفاده کې هوښیار اوسئ
کله چې مو پیسي په جیب کې وي نو پوهیږئ چې څومره مو مصرف کړي او څومره پاتی دي، خو کله چې بانکې کارت ولرئ نو دا ومنئ چې بی احتیاطه یې مصرفوئ چې دا په اصل کې ستاسي په ګټه نده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.