راپور: بشر درویش
د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د سه شنبې په ماښام د بیروت په بندر کې له یوې چاودنې وروسته ، د پاچا سلمان د مرستې او بشري مرستو مرکز له لارې لبنان ته د بشري مرستو د سمدستي لیږلو امر وکړ.
د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) په وینا ، د لبنان سره د همکارۍ او ودریدو په ډول ددې هیواد پاچا د مرستو د لیږلو حکم کړی دی.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د سعودي عربستان دولت د “د پاچا سلمان د بشردوستانه مرستو مرکز” د لبنان د خلکو سره پیوستون او د دې دردناک تراژیدۍ د تاثیراتو په ځواب کې” ورته بیړنۍ مرستې چمتو کوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې “د سعودي عربستان دولت د هغه چاودنې د پایلو په اړه په پوره غور او دقت سره کار کوي چې تیره (سه شنبه) د بیروت په بندر کې وشوه او خلک په کې ټپيان او ووژل شول.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لبنان سره د بشپړ پيوستون او ودریدو غږ کړی دی.
سعودي د پيښې ځای ته خپل امبولانسونه هم لیږلي ول چې ټپیان روغتونونو ته ولیږدوي.
د سعودي د پاچا مرستندویه بنسټ د پيښې ټپيانو ته د وینې راټولیدنې کمپاین هم کړی دی.
باید وویل شي چې یادې چاودنې چې د تیرې سه شنبې په ورځ وشوه، لنبان ویې ولړزوه، ۱۳۵ کسان یې ووژل، له ۵ زرو یې ډیر ټپیان کړل او یو شمیر لا ورک هم دي.
د لبنان چارواکو ویلي چې په لویه کچه مالي زیانونه هم اوښتي.
ویل شوي دا چاودنه د یو ډول چاودیدونکو توکو د چاودولو له امله شوې ده.