د وخت په مدیریت کې شپږ مهم ټکي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېر پخوا ویل شوي چې وخت طلا دی. دا جمله د ذهن د هڅولو له پلوه بده نه ده، خو واقعیت دا دی، چې دا جمله سمه نه ده، طلا د پېر او پلور او دغه راز د ترلاسه کېدو وړ ده، خو وخت نه یوازې د ترلاسه کېدلو وړ دی، بلکې یو شخصي نعمت دی او تاسو یوازې مصرف کوونکي یې یاست. زموږ عمر هره ورځ ۱۴۴۰ دقیقې چارجېږي او یوازې او یوازې په هماغه ورځ کې د ګټه اخیستنې وړ دی او بلې ورځې ته د لېږدولو وړ نه دی.
د دې لیکنې په دوام د وخت په مدیریت کې په شپږ مهمو اصلونو باندې رڼا اچول کېږي، تاسو ته بلنه درکوو، چې دا لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.

۱ ـــ د پارټو د اصل مراعات کول (د ۲۰ ـــ ۸۰ قانون)

دا اصل د «ویلفرډو پارټو» په نامه یوه کس رامنځته کړ او وروسته د «ژوزف جوران» په نامه یو بل فرد بشپړ کړ.
دا اصل وایي: له شل سلنه کارونو څخه چې ترسره کوو یې، اتیا سلنه زموږ لپاره ګټه لري، خو په وړاندې یې له اتیا سلنه کارونو څخه چې ترسره کوو یې شل سلنه زموږ لپاره ګټه لري. دا قانون د ژوند په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستنې وړ دی.
د بېلګې په توګه، په ډېری مواردو کې، چې له ټلویزیوني پروګرامونو څخه شل سلنه یې ګورو، نو زموږ لپاره اتیا سلنه ګټورې دي او له دې خپرونو څخه اتیا سلنه یې یوازې او یوازې شل سلنه ګټورې دي. دا قانون، په ډېرو نورو مواردو، لکه ټیلیفوني مکالمې، خبرې کول او داسې نورو کې هم صدق کوي؛ له دې امله د وخت د مدیریت لومړی ګام دا دی، چې خپل ټول وخت او انرژي په هماغه شل سلنه باندې ولګوئ.

۲ ـــ د نظم مراعاتول؛ د کارونو لومړیتوب بندي او وخت بندي

کله وخت، چې کوم کارونه ترسره کوو، ګټور کارونه دي؛ خو د نظم او لومړیتوب بندۍ د نه لرلو امله، زموږ لپاره ډېره ښه پایله نه لري. د یوه ورځني  پروګرام لرل، له موږ سره مرسته کوي، له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلو، همدا اوس قلم او کاغذ را واخلئ او د سبا لپاره پروګرام جوړ کړئ.

۳ ـــ کار په غوره وخت کې ترسره کړئ

بانک، نانوایي، سیاحتي ښارونه او دې ته ورته ځایونو کې کله وخت ګڼه ګوڼه ډېره کمه او کله وخت هم له بریده زیاته وي، د امکان په صورت کې دې ځایونو ته هغه وخت لاړ شئ، چې پکې ګڼه ګوڼه کمه وي. دا کار د وخت په ډېرې سپما سر بېره، د اعصابو او اروایي حالت له آرامتیا سره مل دی.

۴ ـــ په هم مهالې توګه څو کارونه ترسره کړئ

له بازاره چې تېرېږو، کله وخت ځینې کارو باریان وینو، چې پېرېدونکي (مشتري) په تمه دي او د خپل مېر تر شا اوزګار ناست دي. دا په بشپړه توګه د وخت د بېځایه تېرېدو ښکارندویي کوي.
یوه مېرمن پېژنم، چې د کور له کارونو سره په هم مهالې توګه، د خپلې خوښې وړ ویناوو ته هم غوږ نیسي. بریالي کسان هڅه کوي، چې د امکان په صورت کې څو کارونه په هم مهالې توګه ترسره کړي، البته پام مو وي، چې ځینې کارونه بشپړ تمرکز ته اړتیا لري، چې باید په یوازې توګه ترسره شي، لکه مطالعه کول.

۵ ـــ ټول کارونه مو باید موخه لرونکي وي

د ځینو کارونو ترسره کول، لکه، د ټلویزیون ننداره کول، مطالعه، تفریح کول، له کورنۍ څخه لیدنه، ورځپاڼه لوستنه او… باید موخه لرونکي او د پروګرام  پر بنسټ وي.

۶ ـــ له اضافي وختونو څخه سمه ګټه اخیستنه

په مناسې پروګرام جوړونې سره کولای شو، له ټولو هغو وختونو او فرصتونو څخه، چې په واک کې یې لرو، ګټه واخلو، حتا په بانک، په نانوایي، د ملي بس په تمځای، په مېټرو کې دننه او… کې د په تمه اوسېدو (انتظار) په وخت کې. تر ټولو ساده وړاندیز دا دی، چې تل له ځانه سره یو کوچنی کتاب ولرئ او په دې وختونو کې یې مطالعه کړئ. په یاد مو وي، چې وخت هېڅکله بېرته نه را ګرځي، نو په ډېرې آسانۍ او ساده ګۍ سره یې له لاسه مه ورکوئ.