د کرک انفو وېب پاڼې د راپور له مخې د پاکستان بوخت او له فوم څخه لوېدلی لوبډلمشر بنګله دېش ته تر مهمې لوبې بایللو وروسته د پنجشنبې په شپه نه دی ویده شوی او غوسه یې حس کوله.
کرېک انفو وېب پاڼې د نوموړي یو انځور را اخېستی، چې بېټ یې لاسونو کې دی او خوله یې د غوسې په حال کې ده او بیا یې له همدغه انځور سره لاندې لیکلي، چې سرفراز احمد د ناکامۍ نه وروسته له بېټ سره قدم وهي.
د اسیا جام سیالیو دوهم پړاو کې بنګله دېش، پاکستان ته په ۳۷ منډو د توقع خلاف حېرانوونکې ماته ورکړه، چې پاکستان یې له سیالیو بهرکړ.
سرفراز په ۲۰۱۶ م کال کې ښه توپ وهنه کوله، خو اوس پرې د لوبډلمشرۍ فشار زیات شوی او په همدې بنسټ یې توپ وهنه هم زیانمنه شوې ده.
نوموړی د اکټوبر په میاشت کې له اسټرالیا سره دوه ټېسټ لوبې لري، دې لوبو کې محمدعامر هم نشته.
دغه دواړه ټېسټ لوبې د پاکستان په کوربتوب په عربي متحده اماراتو کې د اکټوبر په ۷ مه نېټه پېلېږي.
د تېرو دوو کلونو راپدېخوا د سرفراز فوم نشته او ښه توپ وهنه نه شي کولای.
خو لا هم لوبډلمشر دی او د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې یې لوبډلمشري ترشک لاندې ده.
کرک انفو وایي، چې سرفراز باندې فشار زیات دی او له همدې امله د هغه غوسه هم زیاته شوې.
سرفراز هغه لوبډلمشر دی، چې په خپله لوبډلمشرۍ کې یې د نړۍ قهرمانۍ جام سیالیو کې هندوستان ته ماته ورکړه او اتلولي یې په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستان ته راوړه، دا جام په ۲۰۱۳ کال کې د ایم ایس ډوني په لوبډلمشرۍ کې هندوستان اخېستې وه.
د اسټرالیا خلاف ټېسټ لوبو لپاره د پاکستان نوملړ؛
ازهرعلي، فخرزمان، امام الحق، بابراعظم، اسد شفیق، حارث سُهیل، عثمان صلاح الدین، سرفراز احمد لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی، یاسرشاه، شاداب خان، بلال اصف، محمدعباس، حسن علي، وهاب ریاض، فهیم اشرف، میرحمزه او محمد رضوان شامل دي.