روژه او سردردي؛ په دې ډول یې مخه نیولای شئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
تر ټولو لويه ستونزه چې د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د خلکو سر روغتونونو او درملتونونو ته رسوي، سردرد دی.

د دې لپاره چې وشئ کولی د دا ډول سردردونو مخنيوی مو کړی وي، چې معمولاً لامل يې ولږه او تنده ده، بايد د خپلو خوړلو او څښلو لیست ته مو بدلون ورکړئ.
د خوړو اندازه مو کمه کړئ او د کالوري لرونکو خوراکونو په خوړلو کې احتياط وکړئ. روغتياپوهان وايي: د چای د څښاک کچه مو راټيټه کړئ، د وخت په تېرېدو سره د کم چای څښلو سره عادت وکړئ، ځکه د ډېری روژه‌لرونکو د سردرد لامل د چای کم څښل دي.
که د چای د څښلو اندازه مو کمه کړله او يا مو د چای غلظت راټيټ کړ، نو ډېر لږ به سردرد شئ.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پېشلمی هېڅکله مه قضا کوئ.
هغوی چې وايي: “موږ د شپې ۱۱ يا ۱۲ بجې خواړه خورو، چې د پېشلمي لپاره راويښ نشو، بايد پوه شي چې د پېشلمي څخه ډډه کول او د دغه رمضاني خوراک پرېښودل د کالريو د کمېدو او د بې ګټه کېدو لامل کېږي.
دا ډله خلک حتا د ورځې په لومړيو ساعتونو کې هم د تمرکز وړتيا او د کار يا درس لپاره فکري پام نه لري.
په همدې اساس، پېشلمي ته نه پاڅېدل، سم او معقول کار نه دی.
همدارنګه لارښوونه کېږي چې د روژه ماتي او د ډوډۍ خوړلو ترمنځ هم بايد حداقل دوه يا درې ساعته واټن مراعت شي، چې معدې ته په يو ځل د خوراکونو د سېلاب مخنيوی شوی وي.
که يوه منظمه او سالمه خوراکي برنامه د ځان او کورنۍ لپاره برابره کړئ، نو پرته له کومې جدي جسمي او روحي ستونزې به د روژې مبارکه مياشت تېره کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.