د لومړي ځل لپاره یوه مسلمانه او با حجابه پيغله د انګلیستان د ښایست په سیالۍ کې تر وروستي پړاوه رسیدلې او دغه سیالۍ یې ګټلي دي.
سارا افتخار هغه مسلمانه نجلۍ ده چې په انګلیستان کې یې د مسلمانانو په جامو کې د ښایست په سیالۍ کې ګډون وکړ او د انګلینډ د ښایست ملکه ونومول شو.
سارا افتخار ۲۰ کلنه ده او غالباً ګومان کیږي چې د پاکستان هېواد څخه د لومړي ځل لپاره خپل تصویرونه پر انسټاګرام پورته کړي وه.
دغه ځوانه سارا په لومړیو کې د ټولنیزي رسني د انسټاګرام د برخې فعاله وه او همالته به یې خپل تصویرونه پورته کول.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې یوه مېرمن د حجاب سره د ښایسته نجونو په سیالۍ کې برخه اخلې او بیا په همدغه سیالۍ کې تر وروستي پړاوه رسیږي.
د انګلینډ د ښایست د سیالیو وروستی پړاوو تېره ورځ په نوټنګم شائر کې د کیلهم په کلي کې وشو.
رپوټ زیاتوي د دغه سیالیو ښایسته به یا د فاینل ګټونکې به د چین هېواد په راروانو ښایست سیالیو کې چې پکې به د ۲۰۱۸م کال د نړۍ د ښایست ملکه معلومه شي ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د انګلیستان د ښایست دغه ملکې د هډرس فیلډ او یارک شائیر د مشهورو سیالیو پړاوو هم ګټلی وو.
د روان کال د جولای په میاشت کې سارا افتخار پر خپل انسټاګرام حساب خپل یو سلفي انځور شریک کړی و او ور سره یې لیکلي وه چې ډېر خوندوره شېبه وه چې د ۲۰۱۸ کال د انګلیستان د ښایست د سیالیو ګټونکې اعلان شي.
نوموړې زیاتوي د وزن، نسل او رنګ په تغیر سره هر یو تن په ځانګړي ډول ښایسته دی او کوم انسان بدرنګ نشته.
نوموړې ویلي، له ماشومتوبه یې د ارایشګرۍ سره مینه لرله، او تمه یې نه لرله چې یو وخت به د انګلینډ د ښکلا ملکې نوم ورکول شي، دا راته له ویاړه ډکه خبره ده.
سارا زیاتوي؛ هغه خبره چې باید د نورو فکر ورته راواړوم دا دی (زه اولینه مېرمن یم چې د حجاب سره مې په دې سیالیو کې د ګټونکې نوم وګټه، خو حقیقت دادی چې زه یوه معمولي انسانه یم او مونږ هر یو په دغو سیالیو کې د برخې اخیستو حق او موکه لرو)
سارا افتخار چې د تعلیم کولو تر څنګ په ارایشګرۍ هم بوخته ده وایي د ساعتیرۍ لپاره یې په دغه سیالیو کې ګډون کړی و.