
ثانیه مرزا د هندوستان هېواد د ټینس لوبغاړې او د پاکستاني کرکټ شعیب ملک مېرمن ده، اوس فلم جوړونکي وایې د نوموړې په ژوند، خواریو، زده کړو او شعیب ملک سره په واده کولو یې فلم جوړوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د یوه ورزشکارې په ژوند فلم جوړیږي بلکې تر دې وړاندې هم د ډېرو کرکټ، منډې، پهلوانۍ او نورو لوبغاړو په ژوند او زیارونو فلمونه جوړشوي.
د رپوټونو له مخې، د ثانیه مرزا په ژوند د جوړېدونکي فلم د عکس بندۍ چارې به هم ډېر ژر شروع شي.
د شپږو لویو اتلولیو ګټونکې ټینس ستورې ثانیه مرزا د ژوند شېبې به د لومړي ځل لپاره خلکو ته وښودل شي، اوس د دغه فلم پروډیوسر روني اسکریووالا تېره میاشت د څو اړیکو نیولو وروسته د دغه فلم جوړولو لپاره یو قدم مخکې ولاړ.
ثانیه مرزا ویلي چې د لومړي ځل لپاره د سکرین پر لویه پرده د خپل ژوند کتل، د دې لپاره حیرانوونکې تجربه ده.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم د هندوستاني ورزشکارانو په ژوند باندې ځينې فلمونه جوړ شوي چې میرې کوم، دنګل، ګولډ، بهاک ملکها بهاګ، او ایم ایس ډهوني فلمونه په کې شامل دي.