د هند پر خاوره د سلمان خان له لورې د پاکستان بیرغ لګولو کیسه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هند پر خاوره د پاکستان د بیرغ رپولو له امله د سلمان خان، د هندوستان د خلکو له خوا له توندو نيوکو سره مخ شوی.
مشهور فلم ستوری سلمان خان په خپل نوي فلم (بهارت) کې د دې له امله د نیوکو سره مخ دی چې ولې یې په خپل فلم کې د هندوستان پر خاوره د پاکستان بیرغ رپولی.
د هندوستان ګوندونه او خلک د سلمان خان دغه کار غوسه کړي او دا د دې لامل شوی چې سلمان خان د فلم د شوټینګ ځای پریږدي او په تیزۍ بېرته ممبئ ته ستون شي.
سلمان خان او ښکلي فلمي ستورې کټرینه کیف په دې ورځو کې د بهارت فلم په ډکولو بوخت دي، د فلم د کیسې په تړاؤ تر اوسه معلومات نه شته خو ټاکل شوې وه چې د فلم یوه خاصه برخه په واګه بندر کې عکاسي شي.

کټرینه کیف او سلمان خان

دا چې د هندوستان او پاکستان تر منځ لانجي او په واګه بندر کې امنیتي ستونزې وې نو د فلم شوټینګ په واګه بندر کې ممکن نه ؤ، نو د بهارت فلم ټیم د دې پر ځای چې واګه بندر ته ولاړ شي غوره وګڼله چې په هندوستان کې د واګه د بندر په څېر ځای جوړ کړي او د فلم د شوټینګ هماغه برخه چې ټاکل شوې وه واګه بندر کې وشي په همدغه مصنوعي جوړ شوي ځای کې تر سره شي.
د بهارت ټیم د دغه شوټینګ لپاره د هندوستاني پنجاب یو کلی انتخاب کړ، خو ځایي خلکو په خپله سېمه کې د پاکستان د بیرغ د لګولو سره مخالفت کړی.
رسنۍ وایي دا چې بهارت ټیم غوښتل دغه ځای کټ مټ د واګه بندر په شکل وښيې، نو په همدې خاطر په دې ځای کې د پاکستان د بیرغ لګول اړین وه، خو د بیرغ لګولو له امله د خلکو تر سختو نیوکو لاندې راغلی.
د بهارت فلم د ټیم د سرچینو له قوله په رپوټونو کې راغلي، چې په هندوستانۍ خاوره د پاکستان د بیرغ لګول د ډېری ځایې ګوندونو د خواشینې لامل شوي دي.
دوی ویلي چې له وړاندې لا په کشمیر او ممبئي په ځینو ځایونو کې په دغه ډول د پاکستان بیرغونو په لګولو ستونزې سره مخ شوي.
ځایې خلکو او ګوندونو نه یوازې دا چې د سلمان خان په خلاف یې شکایت کړی بلکي هغه هوټل یې هم زیانمن کړی چې سلمان خان پکې اوسېده.
په همدې حال کې د وضعیت د خرابوالي له امله د فلم د صحنو ډکول په تیزۍ سره پای ته رسیدلي او سلمان خان بېرته ممبئې ته ګرځېدلی په داسې مهال چې پر نوموړي دغه یو بله عریضه هم شوې.
د یادولو ده چې دوه ورځې وړاندې د بهارت فلم یوه پوسټر خپور شوی و چې پکې سلمان خان او کټرینا کیف د واګه په سرحد کې ښکاري.
اټکل دی چې فلم (بهارت) به راروان کال د وړوکي اختر په شپو ورځو کې د سېنما پر پردو روښانه شي.