دسليمان علیه السلام نوم شپاړس ځايه دقرآنکريم په بقره، نساء ، انعام ، انبياء ، نمل ، سبا او ص سورتونو کي ذکر شوي دي. سليمان علیه السلام يو د هغه پيغمبرانو څخه وو چي الله جل جلاله نبوت او پاچاهي دواړه پکښي جمع کړي وه، سليمان علیه السلام د پلار په څېر هم نبي وو او هم پاچا وو ، دده پاچاهي زياته پراخه وه، دډېر لوړ مقام او منزلت لرونکى چي هيڅوک دده سره په مرتبه کي برابر نه وو. الله جل جلاله دده دعا قبوله کړه چي ده کړې وه، داسي پاچاهي يې ورکړه چي تر ده وروسته بيا هيچا ته نه ده ورکړل سوې. د سليمان علیه السلام ددعا حکايت الله جل جلاله داسي کوي:
قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ (۳۵) فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ (۳۶) وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ (۳۷) وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ (۳۸) هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ (۳۹). سورة ص الاية ٣٥ الي ٣٩
ژباړه : سليمان علیه السلام وويل : اې زما ربه ! ماته مغفرت وکړې او ماته داسي پاچاهي راکړې چي تر ما وروسته هيچا لره نه ښايي . بېشکه ته او ته زيات بخښونکى يې . نو موږ ده لره مسخر کړل بادونه چي دده په امر چلېدل ، ارام چي چيري چي به ده غوښتل ، او موږ پېرانان ده ته مسخر کړه هر تعمير جوړونکي او په درياب کي غوټې وهونکي . او نور مو وتړل په ځينځيرونو باندي او ورته وموويل : دا زموږ ورکړه ده نو ته يې ونيسه بېله دي چي ستاسره حساب وسي.
د سليمان علیه السلام نسب
سليمان علیه السلام دداود علیه السلام زوى دئ، داود علیه السلام داشيا زوى دئ، اشيادعويد زوى دئ… ديهوذا داولادې څخه دئ چي ديعقوب علیه السلام زوى وو او د نسب سلسله يې ابراهيم علیه السلام ته رسيږي. صلوات عليهم اجمعين.
اهل کتاب دسليمان علیه السلام دنسب سلسله خورا پېچلې راوړى او وايي چي دى دخپلي زمانې پاچا او دحکمت څښتن وو له همدې امله ده ته سليمان حکيم ويل کيږي . اصلاً دوى سليمان علیه السلام ته نبوت نه ثابتوي.( قصص القرآن شيخ نجار)
د سليمان علیه السلام حکمت
داود علیه السلام خپله پاچاهي خپل زوى سليمان ته په وصيت پرېښودل. کله چي داود علیه السلام وفات سو سليمان علیه السلام پاچاهي د پلار څخه په ميراث واخيسته. کله چي سليمان علیه السلام پاچاهي تر ګوتو کول عمر يې دوولس کاله وو. ددې کم عمر سره دزيات پوهي ، ذکاوت ، حکمت او ښه تدبير څښتن وو ، الله جل جلاله ده ته دماشومتوب څخه ښه پوهه او حکمت ورکړي وه، ښه قضاوت کولو حکمت يې درلودى. په قرآنکريم کي دده زياته پوهه په قضا او فيصله کي بيان سوې ده. ښه مثال يې هغه پېښه وه چي دپلار په ژوند کي يې پلار يوه فيصله کول ده مشوره ورکړه بل ډول يې فيصله وکړه الله جل جلاله دده فيصله ستايلې ده او داسي يې بيان کړې ده:
وَدَاوُدَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ (۷۸) فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ………( سورة انبياء الايتان ٧٨ ، ٧٩)
ژباړه : او ياد کړه داود علیه السلام او سليمان علیه السلام کله چي دوى فيصله وکړه په کښت کي کله چي ديوه قوم پسونه په دې کښت ګډ سوي وه او هغه کښت يې خوړلى وو او موږ ددوى حکم ته شاهدان وو، نو موږ فهم ورکړى سليمان علیه السلام ته او هر يوه ددوى ته موږ حکمت او علم ورکړى وو.
ـ اې بې کاره، سست بنده! میږي ته وګوره سره د دې چې کوم سردار یې نشته بیا هم ګرمي موسم کې د ځان لپاره خواړه ټولوي او د ژمي په موسم کې ترې ګټه اخلي.
ـ د مومن په عملنامه کې یو ځل تسبیح زما د سلطنت څخه غوره ده ځکه چې دنیا خو فاني ده.
ـ مخکې له دې چې جنګ زیات شي، مه یې پرېږده چې جنګ وشي.
ـ د الله ج څخه وېرېدونکي په عمر کې زیاتوالی کیږي او د شر خوښوونکي په عمر کې کموالی کیږي.
ـ قناعت بدن ته تازه والی وربښي او کینه بدن ته مړاویتوب ورکوي.
ـ هغه څوک چې حوصله ډېره لري عقلمند او هغه چې بې حوصلې وي خپل کم عقلتوب ښکاره کوي.
ـ د هیڅ انسان سره بدي مه کوه مګر که څه هم تاته یې بد رسولي وي.
ـ هغه دولت چې په دروغو سره لاس ته راغلی وي کمیږي او هغه چې په سختي سره لاس ته راغلی وي زیاتیږي.