د هندي سینما مشهور فلم ستوري سلمان خان د خپل راتلونکي نوي فلم (دبنګ۳) څخه د پاکستان مشهور سندرغاړې راحت فتح علي خان سندرې لري کړي دي.
اټکل دی چې دغه فلم به ډېر ژر د سینما په پردو روښانه شي او دخپرېدو لپاره یې چمتووالی روان دی.
د معلوماتو له مخې راحت فتح علي خان د دغه فلم لپاره دوه سندرې ویلي او ریکارډ کړې کړې وې خو د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو د ترینګلي کېدو اغیز یې پر هنر او سینما هم پرېوته.
دواړو هېوادو پر خپلو خپلو هنرمندانو او فلمي لوبغاړو بندیز ولګاوه چې نه شي کولی د یو بل سره همکار پاتي شي او یا یو بل ته سندرې ووایې او یا هم د یو بل په فلمونو کې کار وکړي.
راحت فتح علي خان د پاکستان دی او همدا لامل دی چې سلمان خان او د فلم نور ټیم یې سندرې له دبنګ۳ فلم لرې کړي او پر ځایې د یو بل سندرغاړي لټه پيل کړي او د بل سندرغاړي د انتخاب پرېکړه یې کړې.
ډان امیجز د راحت فتح علي خان له نږدې سرچینو معلومات اخیستي چې په کې معلومه شوي چې نوموړي په رښتیا هم دبنګ د راروان فلم لپاره دوه سندرې کړې وې، ویل شوی هر چا دغه سندرې غوښتلې او دا ډېرې ښې وې.
د معلوماتو له مخې چې له فلم څخه د فتح علي خان د سندرو په لرې کولو ډېر خلک خواشیني دي او هر چا غوښتل چې په دغه فلم کې دراحت غږ واوري.
د هند د سینما اړوند یوې داسې حکم ورکړی وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ په اوسني حالاتو کې کوم، هندي هنرمند، سندرغاړی، ډانسر، کوربه او نور نشي کولی د پاکستان نژاد لرونکو او یا پاکستاني هنرمندانو سره یوځای کار وکړي.
دغه ادارې په تېر کې هم د هغه هندي هنرمندانو او فلم لوبغاړو په تړاو شکایت کړی و چې پاکستان سینماګرانو سره یې یوځای کار کړی و.
ویل شوي چې دغه فلم نه سندرې ځکه لري شوي چې سلمان خان نه غواړي د خپل فلم بازار خراب کړي او یا هم سیاسي حالاتو ته په کتو یې فلم د سندرو له امله له نيوکو سره مخ نشي.