راپور: ولمه ځلا
حکومت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خونړي بریدونو ته په اشارې وايي چې تر دې وروسته په هېواد کې د جګړې مسوولیت وسلهوالو طالبانو ته ورګرځي، ځکه دوی تل جګړې ته خپل تعهد ښودلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن (۲۴ غويي) کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل په هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې خونړي بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د جګړې پر دوام ټینګار لري او د سولې خبرو پر وړاندې خنډ جوړوي.
پرون د کابل په دشت برچي سیمه کې د بې پوله ډاکترانو پر روغتون او په ننګرهار ولایت کې د شیخ اکرام پر جنازې بریدونه وشول چې په دواړو بریدونو کې ۳۷ تنه مړه او ۹۷ کسان ټپیان شوي دي.
صدیق صدیقي وايي: “تر دې وروسته په هېواد کې د جګړې مسوولیت وسلهوالو طالبانو ته ور ګرځي، ځکه یادې ډلې تل جګړې ته خپل تعهد ښودلی دی.”
ده زیاته کړه چې طالبان اوس هم له نورو تروریستي ډلو سره ژورې اړیکې لري، نو ځکه په یادو بریدونو کې د نه لاسوهنې مسوولیت د یوې اعلامیې پر خپرولو سره نه شي ردولی.
د نوموړي په وینا د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شته ستونزې به ژر تر ژره حل او پایله به یې له خلکو سره شریکه شي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل توېټر پاڼه د کابل په دشت برچي روغتون او ننګرهار کې پر جنازې برید ردوي او وايي چې یاد بریدونه دوی پورې هېڅ تړاو نه لري.
خو تېره شپه ولسمشر محمد اشرف د خونړي بریدونو په اړه ملت ته د وینا پر وویل چې نور به افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه ووځي او تعرضي حالت به خپل کړي.
ولسمشر ویلي و چې وسلهوالو طالبانو تر هوکړې وروسته خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی او هره ورځ بېګناه کسان وژني.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر د دې خبرو په تړاو بیا رسنیو ته ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي سرتېرو په تعرضي حالت سره ښکاري کوي چې سولې ته ژمن نه دي، بلکې غواړي د جګړې له لارې خپله واکمنۍ وغځوي.
بل لور ته بیا د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خپر پاڼه کې راغلي: “د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي نه کمول د هغه هوکړه لیک خلاف دی چې د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوي او په هغه کې د سولې لپاره پر تیاریو ټینګار شوي وو.”
پروني بریدونو یوازې د حکومت او طالبانو له خوا نه دی غندل شوي، بلکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بې پولې ډاکترو پر روغتونو او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید غندلی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خپرپاڼه کې یاد بریدونه غندل شوي او زیاته کړې یې ده، تر څو په افغانستان کې تاوتریخوالي کم نه شي او سیاسي کړکېچونه حل نه شي، نو افغانستان به تل له ترهګرۍ په امان نه وي.
د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم په خپل ټوېټر یاد بریدونه غندلي او ویلي: “په افغانستان کې د ميندو، زيږيدلو او نازيږيدلو ماشومانو په ضد ننی نه بیانیدونکی تاوتريخوالي او دغه راز د جنازې په مراسمو کې بريد، سختې کرغېړنې کړنې دي.”
د دې ټولو تر څنګ افغان ولس پرونۍ بریدونه په کلکو ټکو غندلي ډېری یې حکومت ګرم ګڼی او ډېری یې بیا د سولې خبرې هېڅ بولي.