د حکومت له لوري بار بار د اوربند غوښتنې خو طالبان به یې دا ځل ومني؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه: ولمه ځلا
حکومت یو ځل بیا له طالبانو څخه د کرونا ویروس سره د مبارزې په‌پاره د تاوتریخوالي د کمښت او د اوربند غوښتنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن (غويي ۱۵ مه) د یو خبري کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې نور له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند دې ومني، چې حکومت ته د کرونا ویروس سره مبارزه اسانه شي.
دی وايي چې له کرونا سره مبارزه به افغان حکومت له نورو ننګونو سره هم مخ کړي، نو طالبان دې دا ومني چې کرونا جدي حالت دی او اوربند دې اعلان کړي.
صدیقي وايي: “له تاوتریخوالي دې لاس واخلي، ځکه کرونا ویروس موږ له ننګونو سره مخ کوي که نه مسوولیت به یې د همدې ډلې پر غاړه وي.
صدیقي اندېښنه وښوده که چېرې طالبان جکړې ته دوام ورکړي او تاوتریخوالي کم نه کړي، نو په داسې کړکېچن وضعیت کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو سره مرسته ونه کړای شي.
د نوموړي په وینا نړیوال هم اوس همدې پایله رسیدلي چې له کرونا سره د مبارزې په خاطر طالبان باید تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان کړي.
صدیقي وايي چې په تېرو څو اونیو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی د دې لامل شوی دی چې خلک د سولې پر پروسې بې باوره شي.
ده وویل که چېرې طالبان په خپلو بریدونو او تاوتریخوالي کچه ټيټه نه کړي، نو د سولې پروسې پېلې کېدل به ستونزمن وي.
صديقي زياته کړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ به شته ستونزې ژر حل شي.
تر دې وړاندې هم ولسمشر په خپله له طالبانو څخه غوښتني و چې له کرونا سره د مبارزې لپاره تاوتریخوالی کم او اوربند دې اعلان کړي.
خو په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې دوی ته د حکومت لخوا د اوربند غوښتنه د منلو نه ده.
شاهین په خپل ټوټېر لیکلي و: “د کرونا له امله زرګونه بندیان په خطر کې اچولو او د توافقنامې د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې مخنیوي با وجود د اوربند غوښتل معقول نه دي.
خو بل لور ته د لسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شته کرکېچونه لا هم نه دي حل شوي او د سولې خبرې په خپل ځای پاتې دي.
تر ډاکتر عبدالله عبدالله وروسته ارګ هم دا ویلي چې شته ستونزې به حل او ژر به نوې لاسته راوړنې له خلکو سره شریکې شي.