د سچن ټنډولکر د مینې واده او د کرکټ ریکارډونه یې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرکټ په ډګر کې سچېن رامِش ټېنډولکر یو نه هېرېدونکی نوم او څېره ده.
پوره نوم او زوکړه
د ټنډولکر پوره نوم سچېن رامِش ټېنډولکر دی د ۱۹۷۳ م کال د اپریل په ۲۴ مه نېټه د هندوستان په ستر سوداګریز ښار ممبيي کې د ماراشترا په سیمه کې زېږېدلی دی.
واده
ټېنډولکر واده په مینه کړی، نوموړي لومړی ځل خپلې مېرمنې سره چې هغه وخت یې لا ښځه نه وه مخ شو، کله یې چې یو بل ته وکتل د مینې تار یې وغځېد، د رسنیو د معلوماتو له مخې کله چې به هغوی یو بل ته کتل نو په لیدو به نه مړېدل.

د هغه مېرمن انجلي نومېږي او لومړی ځل یې خپله مېرمن د ممبيي په هوایي ډګر کې لېدلې وه.
د مینې کیسه یې داسې ده، چې سچېن په ۱۹۹۰ م کال کې د خپل لومړي ورزشي سفر څخه هېواد ته راستون شو او د ممبيي په هوايي ډګر کې له الوتکې ښکته شو؛ د انجلي سترګې ورسره مخ شوې، انجلي هم د خپلې مور بېولو لپاره هوایي ډګر ته راغلې وه، بیا یې وروسته دوه ځلې سره ولیدل او یو بل یې ښه وپېژندل.
انجلي د یو سوداګر لور ده، پلار یې اشوک مېټا نومېږي او د صنعتي فابریکو څښتن دی.
ټېنډولکر او انجلۍ د می په ۲۴ مه نېټه په ۱۹۹۵ م کال کې واده وکړ او ګډ ژوند یې پیل کړ، انجلۍ له ټېنډولکر څخه شپږ کاله مشره ده.
د ټېنډولکر لومړی ماشوم ښځينه و، چې په ۱۹۹۷ م کال کې پېدا شو، نوم یې سارا ټېنډولکر دی او په ۱۹۹۹ م کال کې یې زوی ارجون ټېنډولکر نړۍ ته راغی.
کرکټ
ټېنډولکر په ۱۱ کلنۍ کې د کرکټ لوبه پیل کړې او په ۱۶ کلنۍ د هندوستان په لوبډله کې شامل شو او له پاکستان سره یې په کراچۍ ښارکې لومړۍ لوبه وکړه.
د صوت افریقا خلاف د ټنډولکر ۲۰۰ منډې؛

له دې وروسته هغه د ممبيي لوبډلې کې هم شامل شو او کورني کرکټ کې ولوبېد.
لومړۍ ټېسټ لوبه یې په ۱۹۸۹ م کال کې د پاکستان خلاف کړې او یواځې پنځلس منډې یې جوړې کړې او د وقار یونس له خوا بولډ شوی و.
نوموړي ۲۰۰ ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې ۱۵ زره ، ۹ سوه او ۲۱ منډې یې پکې جوړې کړي او په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې یې ۲۴۸ ناسوځېدلې لوړې منډې دي.
په ټېسټ لوبوکې ۵۱ سلیزې او ۶۸ پنځوسیزې لري.
۴۶۳ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۸ زره ۴ سوه او ۲۶ منډې یې پکې جوړې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې تر ټولو لوړې منډې دي.
یوه شل اوریزه لوبه یې کړې او لس منډې یې پکې جوړې کړي دي.
وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د پاکستان خلاف په ۲۰۱۲ کال کې وکړه.
ریکارډونه
ده په ټولو لوبو کې سل سلیزې وهلي، چې تر اوسه یو لوبغاړي هم نه دي وهلي او نړۍ کې یې ریکارډ د ده دی.
په ۲۰۰۲ م کال کې په ټېسټ لوبو کې تر اسټرالیایي براډمن وروسته دوهم غوره توپ وهونکی و.
د سل سلیزو لنډیز؛
https://www.youtube.com/watch?v=rMYZEdKyfH4
او په همدغه کال کې د انټیګوا هېواد د لوبغاړي وي وي ریچارډز وروسته د یو ورځنیو لوبو غوره توپ و هونکی و.
هندوان ورته د کرکټ خدای یا کرېکټ ګاډ وایي، خو ټېنډولکر وایي، چې زه د کرکټ خدای نه یم، ځکه زما نه غلطي کېږي؛ خو خدای تعالی نه هیڅکله غلطي نه کېږي.
د ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ م کال پورې ښه په کش کې روان و او نوموتی توپ وهونکی یادېده.
۲۰۰۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیوکې یې په ۱۱ لوبو کې ۶۷۳ منډې جوړې کړې او د ټول ټورنمنټ د غوره توپ وهونکي جایزه یې واخېسته.
سچېنه خپله لومړۍ ځله هم د بنګله دېش خلاف وهلې وه او خپله سلمه سلیزه یې هم د بنګله دېش خلاف ووهله، چې د سل سلیزو ریکارډ یې جوړکړ.

ټنډولکر او د هغه لور سارا ټنډولکر

لوبډلمشري
۱۹۹۶ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر شو؛ خو ډېر اغېزمن نه و، له لوبډلمشرۍ لرې شو او په ۲۰۰۷ کال کې یو ځل بیا لوبډلمشر شو، چې مثبت اغېز یې کم و او بېرته لرې شو او پر ځای ایم ایس ډوني لوبډلمشر شو.
قد یا ونې اندازه یې
۱۶۵ سانتي متره قد لري، لقبونه یې ټېنډلیا، لېټل یا کوچنی ماسټر او ماسټربلاسټر دي.
له لوبوسره مخه ښه
ټېنډولکر په ۲۰۱۲ م کال کې د ډېسمبر په ۲۳ مه نېټه له یو ورځنیو لوبوسره مخه ښه وکړه.
۲۰۰۶ کال کې یې یوه شل اوریزه لوبه د سهیلي افریقا پر وړاندې کړې او بیایې وویل، چې شل اوریزه لوبې نه کوي.
او په ۲۰۱۳ م کال کې د اکټوبر په لسمه نېټه یې له ټېسټ لوبو هم استعفا وکړه.
نوموړي ۲۴ کاله نړیوال کرکټ وکړ او له لاسته راوړنو څخه ډک رول یې د هندوستان لپاره ولوباوه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.