د سويلي افريقا کريکټ لوبډله قرنطين سوه!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
د کرونا ويروس څخه د حفاظت په خاطر د سويلي افريقا کريکټ لوبډله قرنطين سوه.
د سويلي افريقا لوبډله چي هند ته د لوبو لپاره تللې وه وروستۍ دوې يو ورځنۍ لوبي يې د کرونا ويروس له ويري ترسره نکړې او بيرته ټوله تللې ډله خپل هيواد ته ستنه سوه.
د سويلي افریقا د کريکټ بورډ د روغتيا کميټه وايي موږ چي کله د هند په لوري لوبډله استوله هغه مهال د کرونا ويروس ډير نه وو خپور سوی نه هم د هندوستان په کلکتې، درمساله او لکنو کي د کرونا کوم شکمنه پيښه سوې وه.
د سويلي افريقا د کريکټ بورډ د روغتيايي چارو مسول شعيب منراج کريک انفو ته ويلي د کرونا ويروس د لویديځ څخه تر ختيځ پوري ټول هيوادونه په بر کي نيولي او همدارنګه د روغتيا نړيوال سازمان ورته د د نړيوالي وبا نوم ورکړی او ټولو هيوادونو له يو بل سره سرحدونه وتړله.
20200318 2356076533081941207293505 د سويلي افريقا کريکټ لوبډله قرنطين سوه!
دی وايي موږ پوهيدلو چي هندوستان او يابه هم سويلي افريقا په هوايي ډګرونو کي پر هر ډول پروازونو بنديز ولګوي نو ځکه موږ د لوبو د پريښودلو غوښتنه وکړه.
د شعيب په خبره ټول هغه لوبغاړي او نوره ډله چي له هند څخه سويلي افريقا ته ستانه سوي موږ قرنطين کړه او د ۱۴ ورځو لپاره د هر ډول ليدو کتو او ښار ته د راوتلو څخه منع دي.
انګستان هم خپله کريکټ لوبډله د سريلانکا څخه بيرته خپل هيواد ته وغوښته.
که څه هم په انګلستان کي تر سريلانکا د کرونا د ويروس ډير خطر موجود دی خو د سريلانکا طبابت او شرايط د انګلستان په څير ندي نو ځکه يې لوبډلي لوبي وځنډولې او خپل هيواد ته ستانه سوه.