د کلکتې لوبډلې د سه شنبې په ورځ د ممبيي پر وړاندې په لس منډو ماته وخوړه او په وروستیو پنځه اورونو کې د کلکتې لوبډلې ۳۱ منډې پوره نه کړې او دا مهال د رسل دوه کېچونه هم ډراپ شول.
شاهرخان د دغې ماتې په اړه په خپل ټویټر د کلکتې او خپلو مینوالو څخه بخښنه غوښتې وه او ویلي یې وو، چې دی د دغې عجیبه ماتې په اړه بخښنه غواړي.
د رسل غبرګون
رسل په ځواب کې ویلي چې زه اوس هم د خپلې لوبډلې په لوبغاړو ویاړم، ځکه دا زمونږ دویمه لوبه ده، یوه مو ګټلې او پنځه لوبې لا هم پاتې دي.
مونږ هم خفه یو، ملګر دا د سیالیو پای نه دی، مونږ له دې لوبې عبرت اخلو او راتلونکي لپاره ښه چمتو کېږو.
د سېواګ، اکاش چوپړا او نورو کرېکېټرانو تبصرې
د هندوستان د پخواني لوبغاړي او کرکټ مبصر سنجری منجریکر ویلي، ویشتن ځای ته په کتو او د کلکتې لوبډلې پیاوړي بېټېنګ لاین ته په کتو باید دا هدف یې په خورا اسانۍ سره پوره کړی وای.
ورېنډر سېواګ
ورېنډر سېواګ لیکلي، د لوبډلې بې پروایي وګوره، د ۷ وېکټو په لرلو سره او په ۳۰ توپونو ۳۱ منډې پوره نشوې.
په زړه پورې توپ اچونه د ممبيي لخوا.
اکاش چوپړا لیکلي
د هند پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر اکاش چوپړا لیکلي، په لوبو کې دا څنګه واقع کېدای شي، په ۳۰ توپونو ۳۱ منډې او دوه ځلې د رسل کېچ ډراپ کېدل، بیا هم منډې پوره نه شوې.
دا بهترینه کرکټ لیګ مونږ ته عجیبه پایله په لاس راکړه.
لېسا ستالېکر
د اسټرالیا پخوانۍ کرکټ لوبغاړې او اوسنۍ کرکټ مبصرې لېستا ستالېکر لیکلي، ممبيي چې پنځه ځلې اتلولي ګټلي، همدا تمه ترې کېدای شي، دوی کولای شي هر ځای او هر وخت لوبې وګټي.
چاهار څلور وېکټې واخیستې، بومرا فوق العاده توپ اچونه وکړه او په وروستیو کې ټرېنټ بولټ لوبې ته زبردسته پای ورکړ.
د هغې په خبره ممبيي لوبډله سږ کال بیا د اتلولۍ په لور روانه ده.