د توپوهونکي رن اوټ یا په منډه سوځیدل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

تاسې به ډېری وخت لیدلي وي، کله چې لوبغاړی رن اوټ شي حالت یې خراب وي او په دوهم توپ وهونکي، چې ده سره ملګرتیا غځوي په قهر وي.
د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې اسټرالیایي مارنوس لبوس چېنج رن اوټ شو د هغه په رویه او سلوک کې ډېر زیات توپیر راغی.
ځېنې وختونه چې لوبغاړی رن اوټ شي، ځان سره کنځلې کوي او یا هم په مقابل لوري غوسه کېږي.
زیاتره وختونه رن اوټ د ناسم پوهاوي له امله رامنځته کېږي، چې کله یو توپ وهونکی توپ ووهي او د منډې ځای نه وي، خو د نن سټرایک توپ وهونکی یا هغه توپ وهونکی، چې په سټرایک نه وي ولاړ، مقابل طرف ته ور منډه کوي، که مقابل لوری لږه منډه وکړي، دی نور هم ور تېزيږي، چې بالارخره د بېرته ګرځېدو پر مهال سوځېږي، ځېنې وختونه داسې وي، چې بال ښه ولوبول شي، خو د ډګر ساتونکي د ښې ډګر ساتنې له امله لوبغاړی رن اوټ شي.
کله کله داسې هم کېږي، چې د توپ وهونکی د بخت ستوری بې بخته شي او له بونډري څخه توپ په وېکټ ولګېږي او لوبغاړی رن اوټ شي.
ډېری وختونه د رېسکي او خطري منډې یا سېنګلې پرمهال هم لوبغاړی د ډاېرېکټ هېټ له امله اوټ کېږي، چې بیا لوبغاړی یا د افسوس څرګندونه کوي او یا په بل توپ وهونکي غوسه کېږي.
که په لوبه کې احتیاط وشي، هیڅکله داسې حالت نه رامنځته کېږي، په ټېسټ او یو ورځنیو لوبوکې تر ډېره پورې د رن اوټ سره د توپ وهونکو له خوا خورا احتیاط کوي.
په شل اوریزه لوبه کې هم رن اوټ د توپ وهنې طرف ته ستر زیان اړوي.
د رن اوټ د مخنیوي لپاره لوبغاړي د شاټ پرمهال چېغې وهي، چې مه راځه د منډې ځای نه دی او بېرته یې واپس کوي.

که له یوه پلوه لنډ ځای کې منډه وهل یو خطر دی، خو کمال هم دی، چې سمیع الله شینواری په دې برخه کې ډیر چټک دی

افغانۍ لوبډله کې تر ډېره پورې سمیع الله شینواری لنډ ځای کې د رننېنګ هڅه کوي، چې ډېر ځله یا خپله اوټ وي او یا یې مقابل لوبغاړی اوټ کوي.
د منډې وهلو پرمهال لوبغاړي باید واټن وګوري، چې ایا ځای د منډې دی که نه دی.
په هر حال هره لوبه کې لویه حوصله او پراخه زړه پکار دی، زړه تنګۍ او غوسې څخه باید ډډه وشي.