د کلکتې په ماتې حیدراباد یو ځل بیا د جدول اووم ځای ته ولوېده

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د آی پي اېل په اتلسمه لوبه کې د راجستان لوبډلې کلکتې ته ماته ورکړه او د نومرو په جدول کې یې شپږم ځای خپل کړ.

د راجستان په بریا سره د حیدراباد لوبډله له شپږم ځای څخه اووم ځای ته ولوېده.

دا په روان آی پي اېل کې د راجستان دویمه بریا ده، له دې وړاندې یې یوه لوبه ګټلې وه او دوه یې بایللې وې.

د شاهرخ خان لوبډله د زوال پر لور روانه ده

کلکته لوبډله چې شاهرخ خان یې مالک دی، په ۲۰۱۲ او ۱۴ کلونو کې د آی پي اېل اتله پاتې شوې ده.

خو له ۲۰۱۴ راپدېخوا د دې لوبډلې وضعیت ډېره پورې ښه نه دی او بیا یې د اتلولي جام نه دی هسک کړی دی.

سږ کال هم دا لوبډله له لومړۍ بریا وروسته په پرله پسې ډول څلور ځلې ماته شوې ده.

دې لوبډلې په لومړۍ لوبه کې حیدراباد ته ماته ورکړه او بیا یې له بنګلور، چینای سوپرکېنګز، راجستان او ممبيي لوبډلو څخه بار، بار ماتې خوړلي دي او د نومرو په جدول کې اوسمهال وروستي ځای کې ده.

د ممبيي خلاف لوبه کې ۱۵۰ منډې هدف دې لوبډلې پوره نشو کړای او لوبه یې په لس منډو وبایلله، چې دې چارې د شاهرخ خان غبرګون هم پارولی و او په ټوېټر یې په لوبغاړو انتقاد کړی و.

د راجستان او کلکتې لوبه

کلکتې لوبډلې یو ځل بیا د راجستان پر وړاندې ښه توپوهنه ونه کړه، یواځې راهول ټېرېپاتي ۳۶ منډې جوړې کړې او نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ وېکټو په نقصان سره ۱۳۳ منډې وکړې او راجستان ته یې ۱۳۴ منډې هدف ورکړ.

کرېس مورېس څلور وېکټې ترلاسه کړې.

راجستان یاد هدف په نوولسم اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او کلکتې ته یې په شپږ وېکټو ماته ورکړه.

لوبډلمشر سنجو سمسن په ۴۱ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی کرېس مورېس وپېژندل شو.

کلکته او راجستان په تېر کې ۲۲ ځلې سره مخ شوي وو، چې لس لوبې راجستان او ۱۲ کلکتې ګټلې وې.

نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې نولسم لوبه کې ماسپښین دوه نیمې بجې بنګلور د چینای پر وړاندې ماښام بیا حیدراباد د ډیلي پر وړاندې شلمه لوبه کوي.

که حیدراباد دا لوبه وګټي، تر پنځم مقام ځان رسولی شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.