جېسن رای د ټپ له امله، د افغانستان خلاف لوبه کې نشته

سپینه تجريدي ډیزاین

د انګلستان پیاوړی او زړور اوپنر توپ وهونکی جېسن رای به نننۍ لوبه کې د افغانستان خلاف د ټپ له امله ونه لوبېږي.
انګلستان له افغانستان وروسته سریلانکا سره لوبه لري، د افغانستان او سریلانکا خلاف دواړو لوبو کې جېسن رای د ټپ له امله نشي لوبېدلای.
جېسن رای او ایئن مورګن دواړه ژوبل شوي وو، خو د ایئن مورګن د ملا درد اوس یو څه ارام ښکاري.
د ایئن مورګن د ټپ د ښه کېدو اټکل راروانو ۲۴ ساعتونوکې شوی دی.

morgan جېسن رای د ټپ له امله، د افغانستان خلاف لوبه کې نشته
مورګان

د شنبې په ورځ هغه د ایم أر آې ایکسری ټېسټ وکړ او د ډاکټر له خوا یې ټپ تاید شو.
جېسن رای تر دې دمه په یوه پاڼۍ کې په روان جام کې زیاتې منډې کړي دي، هغه په یوه لوبه کې د بنګله دېش خلاف په ۱۲۱ توپونو ۱۵۳ منډې کړي دي.
هغه د انګلستان یو پیاوړی توپ وهونکی دی او تل یې له جوني بېئرسټو سره لوبډلې ته چټک پیل یا سټارټ ورکړی دی.
د جېسن رای په نشتون کې به ښي لاسی توپ وهونکی جېمز وېنس له جاني بېئرسټو سره د افغانستان خلاف اوپننګ ته راشي.
د مورګن لپاره هم د استراحت خبره شوې ده، هغه ته د جمعې په ورځ ویل شوي وو، چې ښه استراحت وکړي او راروانو لوبو ته ځان بېرته چمتو کړي.
jason roy جېسن رای د ټپ له امله، د افغانستان خلاف لوبه کې نشته
جیسن رای

که احیاَ د افغانستان خلاف ایئن مورګن جوړ نه شو؛ نو بیا لوبډلمشري جاس بټلر ته ورکول کېږي.
نو د مورګن او جېسن رای په نشتون کې د افغان لوبډلې لپاره ستر چانس شته، چې انګلستانۍ لوبډله محدوده کړي او بیا ترې منډې پوره کړي او یا هم افغان لوبډله، که ښه ټارګېټ ورکړي؛ نو بیا افغان بالران کولای شي، چې د دوی دواړو په نشتون کې انګلستان ته ماته ورکړي.