د رونالډو ۳۶ کلن مزل ته لنډه کتنه!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو پرون جمعه ۳۶ کلن شو.
د رونالډو بشپړ نوم، چې کریسټیانو رونالډو ډوس سانټوس اویرا دی، په ۱۹۸۵م کال کې د پرتګال هیواد په فونچال ښار کې زېږېدلی.
هغه په اته کلنۍ کې په فوټبال پیل کړی.

د رونالډو لوبې او جامونه

رونالډو د ملې لوبډلې پرتګال ترڅنګ سپورټینګ، منچسټر یونایټیډ، ریال ماډریډ او یوونټوس لوبډلو لپاره لوبېدلی.
هغه د پرتګال لپاره ۱۷۰ لوبې، سپورټینګ لپاره ۳۵ لوبې، د منچسټر یونایټیډ لپاره ۲۹۲ لوبې، د ریال ماډریډ لپاره ۴۳۸ لوبې او د یوونټوس لپاره یې بیا ۱۱۲ لوبې کړې دي.

۳۶ کلن رونالډو پرتګال ته ۱۰۲، سپورټینګ ته ۵، منچسټر یونایټیډ ته ۱۱۸، ریال ماډریډ ته ۴۵۰ او یوونټوس ته یې بیا ۸۷ ګولونه وهلې دي.
ددې ترڅنګ هغه په خپل لوبیز ژوند کې ۳۳ بیلابېل جامونه او په لسګونه نورې فردي جایزې ترلاسه کړې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.