مشهور فوټبالر رونالډو دوه کاله بندیز او نغدي جریمه شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هسپانیا هېواد یوې محکمې د فوټبال د نړۍ پر اتل او مشهور لوبغاړي کرسټيانو رونالډو دوه کاله بندیز لګولی.
د هسپانیا دولت دغه بد زیری د فوټبال رونالډو په شتون کې د هغه مینوالو ته اورولی، د بندیز سربېره نغدي جرمانه هم پرېکوي.
د رسنیو د رپونو له مخې هسپانې، فوټبالر کرسټيانو رونالډو د ماليې څخه د تیښتې او فریب په تور دوه کاله بندیز سره مخ کړی.
رپوټونه زیاتوي، دې پرتګالي مشهور ستوري تقریباً ۱۴،۷ میلیونه یورو مالیه کې دهوکه کړې ده.

ویل کیږي نوموړي د ماليې څخه د تېښتې په پار ورجن ائيلینډ او ایرلینډ په ځایونو کې فابریکې استعمال کړي ځکه چې په دغه هېوادونو کې د قانون لاندې د ماليې ورکړه کمه ده او زیاتې پیسې پرې نه راځي.
دغه راز پر ده تور دی چې د خپلو تصویرونو د حقوقو څخه لاسته ورتلوونکي ګټه یې هم د مالیې یا ټیکس له چارواکو پټه ساتلې وه.
محکمې کرسټیانو رونالډو ته نه یوازې د ۲ کاله بندیز سزا اورولې بلکې نوموړی يې د دې سربېره ۱۹ میلیون یورو جرمانه کړی هم دی.
د دغه پرېکړې د اورولو پر وخت رونالډ هم په محکمه کې موجود وه چې د جرمانې په تړاؤ پاڼې يې هم په خپل لاس لاسلیک کړي دي.
د هسپانیا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو مشهور لوبغاړی محاکمه کیږي او بیا پرې دوه کاله بندیز او تر څنګ یې مالي جرمانه کېږي هم.
د یادولو ده چې رونالډو په دې ورځو کې دا دویم ځل دی چې د داسې ستونزو سره مخ کیږي.
څو موده وړاندې پر ده یوې امریکايي مېرمنې پرې تور پورې کړی و چې یې پرې جنسي تیری کړی او بیا د جنسي تېري د پټولو لپاره په زیات شمېر پیسې هم ورکړې وي چې رونالډو بیا دا خبرې رد کړې وې.