
د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې د ښي اړخو افراطي ګوندونو د فعالیت او نفوذ پر ضد د اعتراضي مظاهرو په دوام کې د مونشن ښار مظاهره د دې اوونۍ تر ټولو د پام وړ غونډه وه.
وروسته له هغه چې تېره اوونۍ شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو د جرمني په پلازمېنه برلین کې مظاهره وکړه، د شنبې په ورځ تر ۲۵۰ زره ډېر خلک د مونشن سړکونو ته راووتل او د دغو ګوندونو د سیاستونو پر ضد یې شعارونه ورکړل.
د مظاهرې تنظیموونکي ادعا کوي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۲۰ زره کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی وو.
دا مظاهره، چې شعار یې «دموکراسي تا ته اړتیا لري» و، دوه اوونۍ مخکې له هغه ترسره شوه چې د جرمني د پارلمان انتخابات وشي.
دا انتخابات له دې اندېښنې سره مله دي چې ښايي د “آلترناتیو فار دویچلند” (AfD) په نوم ښي اړخی افراطي ګوند خپلې پارلماني څوکۍ ډېرې کړي.
ښې د نورو افراطي پالیسو ترڅنګ د کډوالو د حق پر ضد دي.