روهېت شرما په ۱۱ کلونو کې لومړی ځل د IPL څخه بې برخې شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

روهېت شرما په ممبيي ښار کې د آې پي ایل ۲۴ مې لوبې لپاره تمرینات کول، چې پښې په عضلو کې یې درد حس کړ.
د اپریل په لسمه نېټه د چهارشنبې په ورځ ممبيي لوبډله له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخ وه، چې روهېت څخه دغه لوبه د درد له کبله پاتې شوه.
روهېت شرما چې اوس ۳۱ کاله عمر لري، د ممبيي لوبډلې لوبډلمشر دی او له تېرو یوولس کلونو راهیسې هغه تر اوسه د آې پي ایل لوبه نه وه پریښې؛ خو په دولسم پړاو آې پي ایل کې یې لومړۍ لوبه ونه شوه کړای او پولارډ یې پر ځای لوبډله ډېره ښه رهبري کړه.
روهېت شرما په ښۍ پښه کې درد حِس کوي او وې نشوکولای چې تېره لوبه کې ولوبېږي.
شرما د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې بېرته ښه کېږي او کولای شي راتلونکې لوبه کې بېرته لوبډلمشر شي.
ممبيي د شنبې په ورځ د اپریل په ۱۳ مه نېټه ماسپښین درې بجې له راجستان لوبډلې سره لوبه لري او دا د آې پي ایل ۲۷ مه لوبه ده.
rohit روهېت شرما په ۱۱ کلونو کې لومړی ځل د IPL څخه بې برخې شو
دا لومړی ځل دی، چې روهېت شرما د آې پي ایل په یوه لوبه کې غېر حاضريږي، نوموړي درې ځلې ممبيي لوبډله په اتلولۍ نازولې او سږ کال هم د ممبيي، چینای، کلکتې او حېدراباد ډېر چانس شته، چې یوه یې اتلولي یوسي.
روهېت شرما په آې پي ایل کې ۱۶۵ لوبې کړي، دی لومړی دیکان چارجرز لوبډلې سره و، د هغې لوبډلې لپاره یې ۳۲ لوبې کړي دي او ۱۳۳ لوبې یې بیا د ممبيي انډیئنز لوبډلې لپاره ترسره کړي دي.
دی د آې پي ایل په کچه دوهم لوبغاړی دی، چې د ممبيي لوبډلې لپاره لوبېږي او سورېش رېنا بیا د چینای لوبډلې لپاره په ۱۳۴ لوبو کې لوبېدلی دی.
روهېټ شرما آې پي ایل کې ۴ زره او ۶۱۱ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۰۹ لوړې منډې دي.