
د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر او تکړه لوبغاړي روهیت شرما په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اړتیا داده، چې د کرکټ نړیوال جام او د هند کورنۍ تجارتي سیالۍ دواړه ترسره شي.
روهیت شرما د دې ترڅنګ ویلي غواړي، سږ کال د ۲۰۲۰م شل اوریزه نړیوال جام او د هند کورنیو تجارتي سیالیو آی پي ایل دواړو کې ولوبیږي.
د کرکټ نړیوالي شورا یا آی سي سي تر اوسه د کرکټ نړیوال جام په اړه وروستۍ پرېکړه نده کړې.
ټاکل شوې وه دا شورا د رواني جون میاشتې په ۱۰مه نېټه د نړیوال جام په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د نامعلوم دلیل له امله به د نړیوال جام په اړه وروستۍ پرېکړه راتلونکې جولای میاشت کې ترسره شي.
د کرکټ نړیوال جام د روان ۲۰۲۰م اکتوبر او نومبر میاشت په اسټرالیا هیواد کې پلان شوی، خو د کورونا ویروس له امله د ځنډ سره مخ دی.
هاخوا بیا هند کې د کرکټ مسوولین وايي، که د کرکټ نړیوال جام وځنډول شي، نو د بندو دروازو تر شاه به د هند آی پي ایل سیالۍ د روان کال په وروستیو کي ترسره شي.