ننګرهار – رودات؛ د اوربند په نوم د کرکټ سیالۍ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 د روداتو ولسوالۍ په بانډه کلي کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ځوانانو ترمنځ هغه سیالۍ پای ته ورسېدې، چې د اوربند تر عنوان لاندې د کوچني اختر په دوهمه ورځ پیل شوې وې.
په دغو سیالیو کې د رودات ولسوالۍ څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و، چې لسګونه ځوانانو پکې د سولې پېغام رسوونکو او د اوربند غوښتونکو رول ولوباوه.
دغه سیالۍ ( ټورنمنټ) د روداتو ولسوالۍ د مدني ټولنې یون په نامه ټولنې په لاره اچولې وې.
یادو سیالیو شا او خوا لس ورځې دوام وکړ.
ځوانانو د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې د دې لوبو امنیت یې له لومړي سره تر پایه نیولی و.
د روداتو مدني ټولنې یون مشر څارنوال صفت الله تلوار د لوبو په ارزښت وغږېد، هغه یاران وېب پاڼې ته وویل:

«د هر افغان همدا ارمان دی، چې سوله راشي او سوله هله راتلای شي، کله چې اوربند رامنځته شي او د دغو سیالیو څخه د ځوانانو او ولسونو موخه همدا وه، چې د جګړې ښکېلې غاړې لومړی اوربند وکړي او له هغې وروسته دایمي سوله وکړي.»

د دې ټولنې یو بل غړي انعام الله منتبار بیا دا سیالۍ د ځوانانو د سالمې بوختیا لپاره هم مهمې وبللې، هغه وویل، چې په دې سیالیوکې تر سلو ۱۰۰ زیاتو ځوانانو د لوبېدو لپاره ګډون کړی و او سلګونه نور ځوانان ورته د روداتو ولسوالۍ مختلفو کلیوڅخه د نندارې لپاره راتلل او دا ښکلې سیالۍ یې له نږدې څخه ننداره کولې.
دی وایي په دې سره زیاتره هغه ځوانان له ذهني فشار او نشه یي توکو له کارونې څخه وژغول شول، چې د جګړې له امله له یادو ستونزو سره مخ شوي وو.
د رودات ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال سردار محمد نواب بیا ځوانان زده کړو، ورزش او هېواد سره مینې ته وهڅول.
64602055 2381088361953955 5567478969508298752 n ننګرهار - رودات؛ د اوربند په نوم د کرکټ سیالۍ
ده وویل:

«تاسې ځوانان به سبا زمونږ پر ځای په امنیتي لیکو کې یاست، وطن ته به خدمت کوئ، اوس خپلې زده کړې وکړئ، له نشو او جګړو ځان وساتئ او ورزش وکړئ.»

د اوربند په نامه دغو سیالیوکې له ۱۶ لوبډلو دوه یې پایلوبې ته رارسېدلې وې، رودات اتحاد لوبډله او بړو انصاف لوبډله د پایلوبې لوبولو په پار د جمعې ورځ د سیالۍ ډګر ته ووتې.
ټاس د بړو لوبډلې لوبډلمشر شکرالله وګاټه او توپ اچونه یې وکړه.
د رودات اتحاد لوبډلې په ټاکلو دولس اورونو کې د الراونډر عابد د ۴۲ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۲۰ منډې جوړې کړې او بړو لوبډلې ته یې ۱۲۱ منډې هدف ورکړ.
بړو لوبډلې دا هدف د شانداره توپ وهنې په مرسته په وروستي اوور کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دوه وېکټو یې د اوربند سیالیو د اتلولۍ جام هسک کړ.
د ټول ټورنمنټ غوره توپ وهونکی د رودات اتحاد لوبډلې لوبغاړی عابد ونومول شو.
د ټول ټورنمنټ غوره توپ اچوونکی نویدالله اعلان شو.
د لوبې په پای کې هر لوبغاړي ته د لا تشویق په موخه یو، یو مېډال ورکړل شو او ګټونکو لوبډلو ته ستر او کوچني کپونه یا ټرافیانې هم ورکړل شوې.
د روداتو مدني ټولنې یون مسئولین وایي؛ دوی به له دغو سیالیوڅخه غوره لوبغاړي راټول کړي او د روداتو ولسوالۍ په کچه ترې د کرکټ یوه لوبډله جوړوي، ترڅو په راروان وخت کې په ولایتي لوبوکې برخه واخلي.
په وروستیوکې ټول ځوانان له دغو سیالیو پوره خوښ برېښېدل او له خېریه ټولنو یې غوښتل، چې داسې لا نورې سیالۍ په لاره واچوي، ترڅو ځوانان پکې د امن او سولې په فضا کې  په خورا مینه ولوبېږي.