لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

یوې امریکایې مجلې فوربز د روان کال تر ټولو د زیاتې ګټې لرونکي ښځينه اداکارانو او ماډلو نومونه خپاره کړي.
په دغه نوملړ کې په پیسو ګټونکي نه یوازې په فلمونو کې د کارکولو بلکې په مختلفو اعلاناتو او تجارتونو کې د شراکت او خپلې سوداګرۍ څخه هم پیسې ګټي.
اسکارلټ جانسن
1 لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
مشهورې امریکایې مجلې فوربز له لوري په خپور شوي کلني نوملړ په پيل کې نوم د بریاليترین اوینجرز سریز او بلیک وډو په شمول مشهورو فلمونو کې د کارکوونکې اداکارې اسکارلټ جانسن دی.
دغې ښکلې او کامیابې فلم لوبغاړې روان کال ۵۶ میلیون ډالره ګټلي او خپل ټول سیالان یې تر وروسته کړي دي.
صوفیه ورګارا
Sofia Vergara لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
مشهورې امریکایې فلم ستورې، ماډلې او په خندونکو پروګرامونو او فلمونو کې کار کوونکې صوفیه ورګارا نوم د فهرست په دویم مقام راغلی.
د معلوماتو له مخې دغه فلم ستورې روان کال ۴۴،۱ میلیون ډالره ګټلي.
ریسي ودرسپون
reese witherspoon t لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
د انګلیسې فلمونو مشهورې امریکایې اداکارې او پروډیوسرې نوم په دغه نوملړ کې په دریم نمبر راغلی.
ریسې د اداکارۍ او پروډیوسرۍ تر څنګ خپله سوداګري هم لري، د فوربز د معلوماتو له مخې روان کال یې ۳۵ میلیونه ډالره ګټلي.
نیکول کډمین
d5b7e4f53bbfedcc18d501ded93811cf لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
په انګلیسي فلمونو کې اسټرلیاوي امریکایې اداکاره نیکول کډمین له ښکلوترینو فلم لوبغاړو ده، د اداکارۍ سره سره بریالۍ پروډیوسره هم ده.
دغې ښایسته اداکارې او پروډيوسرې روان کال ۳۴ میلیونه ډالره ګټلي او څلورم نوم یې په فهرست کې راغلی.
جینیفر انسټن
eto news daily jen aniston bday 021119 1 لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
د هالیوډ سینما ښکلې او تکړه فلم لوبغاړې، وروسره پروډیوسره او سوداګره جینیفر انسټن په روان کال کې د ۲۸ میلیونه ډالرو په ګټې سره د نوملړ په پنځم مقام کې ده.
کیلي کوکو
لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
ښکلې او مشهوره امریکایې اداکاره او پروډیوسره کیلي کرسټین کوکو په روان کال کې ۲۵ میلیونه ډالره ګټلي او شپږم مقام یې خپل کړی.
ایلزابت موز
elisabeth moss لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
د هالیوډ سینما په څو مشهورترینو او ښکلو ټلویزیوني سیریالونو کې لوبېدلې فلم ستورې ایلزابت موز ایمي او ګولډین ګلوب په شمول څو نور مډالونه هم په خپل نوم کړي دي.
ایلزابت روان کال ۲۴ میلیونه ډالره ګټلي دي او اوم نمبر کې راغلې.
مارګټ روبي
gettyimages 1159482020 لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
د انګلیسي فلمونو ښایسته فلم ستورې او پروډیوسره مارګټ روبي په فلمونو او اعلاناتو کې د کار کولو نه روان کال ۲۳،۵ میلیونه ډالره ګټلي دي.
په دې اندازه ګټې سره یې په نوملړ کې نوم په ۸ مقام راغلی.
شارلیز تهرون
charlize theron san francisco film festival لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
د جنوبي افریقا سپين پوستې ښکلې امریکایې ستورې شارلیز تهرون روان کال ۲۳ میلیون ډالره ګټلي دي.
ایلن پومپیو
ellen pompeo 20 لس هغه فلم لوبغاړې چې روان کال یې ډېرې پيسې ګټلي
مشهوره د هالیوډ ستورې، اداکاره، پروډیوسره او فلم لارښوده ایلین پومبیو د هغه ګوتو په شمېر ستورو څخه ده چې زیاته بیه لري.
روان کال یې ۲۲ میلیونه ډالره ګټلي او لسم مقام کې ځای لري.