د سینما ډګر ډېری لوبغاړي او ستوري په ټولنیزو رسنیو کې زیات څارونکي/ تعقیبونکي لري، هغه نړۍ چې نن سبا ستورو ته د مینه والو د نېږدې کولو دنده تر سره کوي.
مجازي نړۍ د ستورو د زیات شهرت لامل شوې او دا لیدل دوی ته د میلیونونه پیسو ګټلو لاره ګرځېدلې، ځکه چې ډېری مخاطبان د خپلې خوښې وړ ستورو د سوداګریزو خبرتیاوو تر اغېز لاندې راځي.
“هند” د نړۍ دویم زیات نفوس لرونکی هېواد دی چې د انټرنېټ زیات کاروونکي لري او دا شمېر کاروونکي اجازه ورکوي، چې د مجازي نړۍ د قدرت څخه، پر خلکو د اغېز ښندلو لپاره ګټه واخلي.
وړاندې د باليووډ د څو تنه ستورو د مجازۍ نړۍ له لارې د ګټې په اړه وایوو.
امېتاب بچن
سره له دې چې ټولنیزې رسنۍ ځوانان خوښوي او مشهور ځوان وګړي د پام وړ دي، خو د “امېتاب بچن” په اړه داسې نه ده او په انسټاګرام زیات شمېر تعقیبوونکي لري، چې د راپورونو پر اساس، د هر اسپانري پوست څخه د ۴۰ – ۵۰ لکه درامد لري. هر لک د ۱۰۰ زره روپیو معادل دی. دا اندازه پیسې د۶۸۰ زره ډالر کېږي.
شاهرخ خان
شاهرخ هم د باليووډ له مهمو ستورو او لوبغاړو څخه دی، خو په مجازۍ نړۍ کې د امېتاب بچن څخه مخکښ دی. شاهرخ هم د انسټاګرام د کلیدي خوښونکو څخه دی او د د راپورونو سره سم ۸۰ لکه( ۸۰ – ۱۰۰ میلیونه روپۍ) د پوست څخه ترلاسه کوي، چې د ډالرو د یو/ یو میلیون او درې سوه زرو ډالرو ته رسېږي.
سلمان خان
سلمان خان د خپلو مینه والو په منځ کې د ورور په نامه مشهور دی، د هر پوست لپاره ۸۵ لکه ترلاسه کوي هغه څه چې د یو یا یو نیم میلیون ډالرو معادل کېږي.
شاهد کپور
شاهد کپور په ورستیو بریالیو فلمونو کې د کار له امله زیات شهرت او بریالیتوب ترلاسه کړی، چې په مجازي نړۍ کې بریالیتوب هم له ځانه سره لري.
ویل کېږي کپور هم د هر پوست لپاره ۲۰ تر ۳۰ لکه ترلاسه کوي، دا رقم د ۲۸۰ او ۴۱۰ زره ډالرو سره برابر دی.