
د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د نړیوالې جنايي محکمې په څارنوال کریم خان له بندیز سره سم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنټ وايي، په افغانستان کې ICC مهم رول لوبوي او د دغه هیواد په ګډون په نورو هیوادونو کې د جرمونو د حل لپاره له محدودو موجودو لارو څخه ده.
ریچارډ بینټ پرون ناوخته پر خپلې اېکس پاڼې په یو بیان کې زیاته کړې چې د امریکا بندیزونه د دغه محکمې حیثیت کمزوری کوي او د نړۍ په کچه د عدالت د خوندیتوب په برخه کې د قربانیانو غوښتنو ته زیان رسوي.
نوموړي ټینګار کړی چې، د جرمونو نړېواله محکمه د د نړیوالو جنایتونو لپاره د حساب ورکولو او عدالت یوازینۍ مرجع ده.
د روانې میاشتې د دوشنبې په ورځ ( د فبروري په شپږمه) سپینې ماڼې د ICC په څارنوال کریم خان بندیزونه اعلان کړل.
د دې اقدام لامل د سپینې ماڼۍ په وینا د یادې محکمې هغه بې بنسټه څېړنې دي چې امریکا او اسراییل یې هدف ګرځولي دي.
د دوشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډلې چې ښاغلی بینیت یې هم غړی دی د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه اندېښمونونکې بللې او “په نړیواله کچه یې د قانون پر حاکمیت برید” ګڼلی دی.
دوی د امریکا بندیزونو ته په شارې ویلي، ” دا عمل نړیواله جنايي محکمه کمزورې او د جنګي او د بشریت په وړاندې د جرمونو په اړه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د دې مخکمې څېړنې له خڼد سره کوي”.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې جنايي محکمې په تېره جنوري میاشت کې د طالبانو د مشر او د طالبانو د حکومت د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اعلان کړه.
د محکمې څارنوال کریم خان د دغه حکم د اعلان پر مهال د طالبانو دغه مشران د بشريت پر خلاف په جنایتونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې په لاس لرلو تورن کړي وو.
د یادونې ده که څه هم د ښځو په وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي خو د طالبانو حکومت په دې برخه کې لا هم د خپلو پالیسو پر دوام او د دغه اقداماتو پر عملي کېدو ټینګار کوي او ویلي د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونه يې تامین کړي دي.
تعلیم او کار دوه هغه مهم مسایل دي چې طالبانو افغان نجونې او ښځې ترې راګرځولي.