راشدخان: د ګاونډیو هېوادونو د لوبغاړو مینې زه نړیوال ستوری کړم

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

سپورټ یاران
راشدخان د اشوېن یوټیوب چېنل سره په مرکه کې ویلي، د دوو ګاونډیو هېوادونو د لوبغاړو ډېرې مینې زه کرکټ ته وهڅولم.
د هغه په خبره د هندوستان لېګ برېک بالر انېل کومبلی هغه څوک دی، چې ده یې له توپ اچونې زده‌کړه کړې او دی یې په توپ اچونه کې د کرکټ ستوری کړ.
انېل کومبلی د هندوستان پخوانی کرکټ لوبغاړی دی، هغه لېګ برېک توپ اچونه کوله.
هغه په ۱۳۲ ټېسټ لوبوکې ۶۱۹ وېکټې اخیستي دي، په ۲۷۱ یو ورځنیو لوبوکې یې ۳۳۷ وېکټې ترلاسه کړي.
نوموړي په آی پي اېل کې ۴۲ لوبې کړي او ۴۵ وېکټې یې پکې خپلې کړي دي.
هغه ټولې ۴۵۵ لوبې کړي او ۱۰۰۱ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.
د راشد خان په خبره دویم لوبغاړی شاهد افریدی دی، چې دی ورڅخه ډېر متاثره شوی او دی یې وعداره کړ چې ښه لوبغاړی به له ځانه جوړوي.
د خان په وېنا ده به هر وخت د کومبلی او افریدي د لوبې ويډیوګانې کتلې او زده کړه یې ورڅخه کوله.
شاهد افریدي په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ۴۵۵ وېکټې اخیستي او ۴۳۴ لوبې یې کړي دي.
راشدخان په ټول کرکټ کې ۱۶۸ لوبې کړي، چې د سوداګریزو لیګونو برخه یوازې د ای پي اېل لوبې شاملې دي.
په دې ټولو لوبوکې یې ۳۰۰ وېکټې اخیستې دي.
راشد اوس د نړۍ په کچه له مطرحو لوبغاړو بلل کېږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.