د هندوستانۍ سېنما د فلم یوې ستورې په خپله غاړه کې په رسۍ اچولو سره خپل ژوند ته د پای ټی کېښود.
هندوستانۍ رسنۍ وایي، د تامیل فلمونو مشهوره اداکارې ریامیکا ځان زندۍ کړی او مړه شوې.
د رپوټونه له مخې، ریامیکا ۲۶ کلنه وه او په داسې حال کې یې جسد موندل شوی چې رسۍ یې له غاړې تاو وه، خو دا چې د جسد سره یې کوم خط نه دی موندل شوی تر اوسه یې د ځان وژنې لامل نه دی معلوم.
د رپوټ له مخې، د دغې اداکارې د ځان وژنې یوه ورځ وړاندې د هغې ملګري(Boy Friend) ورته ټیلیفون کړی و، خو دا چې کله یې د دوهمې ورځې لپاره یې هم د هغه موبایل ته ځواب ورنکړ، نو یې سودا شوې او کله چې د خپلې ملګرې ریامیکا کور ته ځي نو ورور یې هم خبروي.
وروسته بیا د اداکارې ملګري او ورور د هغې د کوټې دروازه ورټکولې خو کله چې يې بیا هم ځواب ونه موند نو مجبور شول چې د کړکۍ له لارې کوټې ته داخل شي.
د معلوماتو له مخې، په کوټه کې د اداکارې جسد په داسې حال کې ومونده چې له ستونې یې رسۍ تاو ده چې د جسد تر موندلو وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ.
تر اوسه د دغې اداکارې د ځان وژنې په تړاؤ څه نه دي ویل شوي او نه یې د ځان وژنې لامل روښانه شوي.
هندوستانۍ رسنیو کې د خپریدونکو رپوټونو له مخې، دغې اداکارې په زیاتو تامیل فلمونو کې مرکزي رول ادا کړی، خو دا چې په دې وروستیو کې ورته په فلمونو کې کار نه ؤ پيدا شوی، نو رسنۍ یې د ځان وژنې یو لامل همدا په ګوته کوي، دا چې نور کوم لاملونه به لري او که نه، وروسته به معلوم شي.