یاران سپورټس
د کرکټ په نړۍ کې د توپوهونکي د سوځولو د معلومولو لپاره له ډول، ډول تګلارو او ټیکنالوژۍ څخه کار اخیستل کېږي.
د هاټ سپاټ، الټرا اېج نوې ټیکنالوژي ده، چې د کرکټ نړۍ ته راغلي دي، خو د ریوو سیستم هم د کرکټ په نړۍ کې د اوټ معلومولو یو نوښت دی.
د کرکټ په رسمي لوبو کې د ریوو سیستم او برخه موجوده ده، چې ریوو کې هم توپوهونکي او هم توپ اچوونکي ته اختیار شته.
کله چې یو توپ اچوونکی توپ ترسره کړي او د توپوهونکي په پېډ ولګېږي، بالر په امپایر یا لوبڅار اپیل کوي او د اوټ غوښتنه ترې کوي.
خو که لوبڅار اوټ ورنه کړي، بالر خپل لوبډلمشر سره په مشوره د ریوو غوښتنه کوي.
که توپوهونکی د اپیل په صورت کې د لوبڅار لخوا اوټ حساب شي، په عین وخت کې توپوهونکی د خپلې دفاع حق لري او ریوو له نن سټرایک توپوهونکي سره په مشوره اخلي.
د ریوو اخیستل ځانګړی مهارت لري او د دې چارې د بري لپاره سنجیده پرېکړې ته اړتیا وي.
د ټېسټ لوبو په اوږدو کې د لوبډلو ریوو بریالي کېدل
د سویلي افریقا لوبډلې په ټېسټ لوبو کې ۳۳ اعشاریه ۸۶ سلنه ریوو بریالۍ کړې او بېرته یې رېټاین کړي دي.
دویم ځای د سریلانکا لوبډلې دی، دې لوبډلې خپلې ۳۰ اعشاریه صفر ۶ سلنه ریووګانې بریالۍ کړي.
درېیم مقام د هندوستان دی، دوی ۳۰ سلنه ریوو بریالۍ کړې دي.
ویسټ انډیز ۲۹ اعشاریه ۵۲ سلنه، پاکستان ۲۸ اعشاریه ۱۵ سلنه، انګلستان ۲۵ اعشاریه ۵۹ سلنه، اسټرالیا ۲۳ اعشاریه ۸۴ سلنه، بنګلهدېش ۲۳ اعشاریه صفر ۸ سلنه او ۲۲ اعشاریه ۸۶ سلنه ریووز په ټېسټ لوبه کې بریالۍ کړې دي.