ژباړه: نجم الرحمن ناصري
رښتینولي د روح او روان د سلامتۍ تر ټولو مهمه نښه ده. او د ارواپوهنې په علم کې دروغ ویل رواني ناروغي بلل کېږي.
بل پلو د دې لپاره چې د ښه او بد پېژندنه له لاسه ورنه کړو، باید له ځان او نورو سره رښتیني و اوسو. هر څوک باید د ځان په اړه فکر وکړي، چې څومره رښتینی او رښتیاویونکی دی، هغه وخت بیا پوهیږي، چې څومره د حقایقو د درک او لیدلو وړتیا لري.
څومره چې رښتیا ویل خپل عادت وګرځوو، هومره به د حقیقت د لیدلو پیاوړتیا ولرو، خو دروغ ویل عقل او سترګې ړندوي. دروغجن مثبت فکر نشي کولای، ځکه دروغ ویل د انسان په عادت بدلېږي او د انسان د باورونو يوه برخه ګرځي.
هر شی چې په ذهن کې وکرو، هغه په سمه توګه روزي. څومره به ښه وي چې په ذهن کې ښېګڼې وکرو او همدا مېوه یې بېرته لاسته راوړو. هغه څوک چې زیار باسي. حقیقت دروغ ښکاره کړي دا کوښښ یې په هستۍ او ضمیر کې بې ځوابه نه پاتې کېږي.
هستي او ضمیر یې دروغ حقیقت ورته ښکاروي، داسې ده چې کس تور، سپین او سپین، تور ویني. څومره به ښه ول چې ټول پوهېدای چې دروغ ولې دومره بد دي.
دروغ د حقیقت د درک قوه له انسان څخه اخلي او دا تر ټولو بده بلا ده چې کېدای شي پر انسان راشي، ځکه باید په خپل ضمیر کې نفوذ وکړو او خپل افکار ووینو. د وجود دننه د دروغ رېښې وګورو او د رښتیاویلو او رښتینولۍ قاطع تصمیم ونیسو او دا کار لومړی له ځانه پیل کړو، یانې لومړی ځانته رښتیا ووایو او پېښې غټې ښکاره نه کړو.
که وکولای شو، حقایق درک کړو، باید له خدای ج څخه د شناخت او روښانه لیدلو غوښتنه وکړو. د ژوند په ټولو اموراتو کې ځان او نورو ته رښتیا ووایو او رښتینولي وکړو. په زړه او خوله مو یو شی وي. په دې توګه حقیقتونه راته روښانه کېږي.
رښتیا ویل انسان د حقایقو په درک کې لوړلو ته رسوي او پر حقیقت یې بدلوي. همدایې لامل دی چې وینو د نړۍ ټول عالمان، متفکران او عارفان رښتیاویونکي ول. رښتیا ویل په رواني روغتیا، انسانیت او د حقیقت په درک کې لومړنی او مهم شرط دی.