د نړۍ ځوانه سرمایه داره سندرغاړې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د شمالي امریکا د بارباډوس د هېواد مربوط مشهوره د پاپ موسیقۍ سندرغاړې ریحانا د نړۍ تر ټولو سرمایه داره سندرغاړې نومول شوې.
مشهورې اقتصادي امریکایې مجلې(فوربز) د خبر له مخې، ۳۱ کلنه ریحانا د نړۍ ټول سندرغاړي په سرمایه کې وروسته پرېښي او د سرمایه دارې سندرغاړې مقام یې په خپل نوم کړی.
د ریحانا ټوله سرمایه ۶۰ میلیونه امریکایې ډالره ده.
د فوربز د خبر له مخې ریحانا په سرمایه کې ۵ کروړ او ۷۰ لکه ډالر په تېرو ۱۵ میاشتو کې اضافه شوي دي.
ریحانا په وروستیو کلونو کې خپل میک اپ کمپنۍ (فینټي) هم بازار ته ورپېژندلې چې په تېر ۱۵ میاشتو کې یې ۵ میلیونه او ۷۰ لکه ډالر ګټلي.
که څه هم ریحانا د خپلې سرمایې زیاته برخه د سندرو ویلو او ماډلنګ څخه ترلاسه کړي خو د تېر نیم کال راهیسې د میک اپ او نورو تولیداتو د دې د سرمایې د زیاتوالي سره لا ډېر کومک کړی.

ریحانا په سرمایه دارۍ کې د تېر ځل ښکلې د پاپ سندرغاړې ۶۰ کلنه ميډونا هم تر شاه پرېښوده.
د میډونا ټوله سرمایه داري په مجموعي ډول سره ۵۵ کروړو څخه زیاته ده او د یوې بلې هنرمندې بیونسي سرمایه بیا تر ۴۰ کروړ ډالرو رسیږي.
فوربز مجلې د امریکایې سرمایه دارو مېرمنو نوملړ هم خپور کړی و چې په کې د ټینس تکړه لوبغاړي سرینا ولیمز نوم شامل وه.
سرینا ولیمز چې کله د امریکا په میلیونرو مېرمنو کې وشمارل شوه، نو هغه وخت نوموړې د نړۍ په سرمایه داره ورزشکارانو کې هم حساب شوه.
د مېرمن ولیمز څخه وړاندې د فوبرز مجلې یوه بل نوملړ هم خپور کړی و، چې په کې امریکايې سندرغاړي، موسقیار او سرمایه دار جي زي د نړۍ د سرمایه دار او لومړی میلیونر هنرمند پېژندل شوی و.