څو کارونه چې د خوشحالۍ لپاره یې باید هیر نه کړو

سپینه تجريدي ډیزاین

موږ ټوله باید هڅه وکړو ترڅو تل ځان خوشحاله وساتو او هر منطقي او روان لاره کېدای شي د خوشحالۍ لپاره یې وڅارو.

ټولې غیر ضرورې شمېرې له ژوند څخه وباسئ، لکه: سن، قد، وزن، بانکي حساب، د لایک او تعقیب شمېر او دا چې څومره مو په ژوند کې ماته خوړلې؛ ځکه دا ټول هغه څه دي چې زموږ د خفګان سبب کېدای شي.

د هغو ملګرو سره دې اړیکې ولره کوم چې ستاسې د خوشحالۍ سبب کیږي، ځکه د هغوی خوشحالي او مثبت فکر ستاسې د لاشعوري ضمیر څخه تاسو ته لېږدول کیږي.

تل د زده کړې په حالت کې اوسئ، او تل په هغه ځان بوخت وساتئ؛ ځکه دا زده کړه په پایله کې ستاسو لاسنیوی کوي.

تر هغه وخته چې فکر کوئ، چې ستاسو د ښه ژوند نه درلودل ستاسې د ځان دباندې کې دي؛ نو هیڅکله به مثبت بدلون ونه کړئ.

تل دا په یاد ولرئ چې یوازې خپله تاسې خپل د ژوند د موقعیتونو مسوول یاست، یوازې تاسې د بدلون ځواک لرئ ترڅو خپل ژوند بدل کړئ او کمزوري ټکي مو ځواکمند کړئ.

هر څومره چې کولای شئ وخاندئ، نن ورځ ژوند وکړئ، د نن ورځ خوشحالي مو له لاسه مه ورکوئ، خپل سبا ورځ د ځان سره د خوب کوټې او تخت ته مه وړه.

کله چې سترګو ته مو اوښکې راشي نو ومنئ، وزغمئ او مخته لاړ شئ.

آرامتیا بل ځای کې نده، که ستاسې دننه کې ګډوډي نه وي. نو تل هڅه وکړئ خپل ارامتیا په بهر کې ونه لټوئ.

د نورو قضاوتو په هکله فکر مه کوئ، ژوند د نورو انسانانو له قضاوت کولو څخه ډک دی. که موږ د نورو وګړو قضاوت په هکله له کچې ډېر فکر وکړو نو زموږ ژوند به لمنځه لاړ شي او نشو کولای چې خپل په خوښه ژوند مخته یوسو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.