هندوستانی لوبغاړی په نړیوالو لوبو کې له بالینګ منع شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د کرکټ نړیوالې شورا ( ICC) د هندوستاني لوبغاړي امباتي رائيډو پر شکمنې توپ اچوونې بندیز ولګوو.
نوموړي ته د کرکټ نړیوالې شورا وخت ورکړی تر څو خپل د بالینک اکشن ازموینه ورکړي خو رائيډو تر اوسه دغه ازموینه ورنکړه.
اوس آی سي سي نوموړي ته ویلي چې نشي کولی په راتلونکو لوبو کې تر هغې چې د خپلې توپ اچوونې سټایل یا اکشن یې نه وي صفا کړی، توپ اچوونه وکړي.
په ۱۳ د جنوري د اسټرلیا او هندوستان تر منځ په سډني کې تر سره کېدونکي یوه ورځنۍ سیالۍ د امباتي رائیډو توپ اچوونې اکشن شکمن شو.
rayudu هندوستانی لوبغاړی په نړیوالو لوبو کې له بالینګ منع شو
نوموړي په دغه لوبه کې یوازې دوه اورونه وکړل او ۱۳ منډې یې ورکړې خو کومه ویکټ یې وانخیسته.
د کرکټ د نړیوالې شورا د خبر له مخې تر هغې امباتي رائیډو ته په نړیوالو لوبو کې د توپ اچوونې اجازه نه ورکول کیږي چې د خپل توپ اچوونې د اکشن یا سټایل ازموینه یې نه وي ورکړي او خپل اکشن یې نه وي صفا کړی.
دغه هندوستاني لوبغاړي ته په نړیواله سطحه د توپ اچوونې اجازه نشته خو کولی شي په هندوستان کې په کورنیو سیالیو بالینګ وکړي.
امباتي رائيډو په لوبډله کې د یوه توپ وهونکي لوبغاړي ذمه واري پر خپله غاړه لري نو په دې اساس پر نوموړي د توپ اچوونې بندیز به پر ده زیات منفي تاثیر ونه کړي.
رائيډو د هندوستانۍ د کرکټ ملي لوبډلې توپ وهوونکی دی چې تر اوسه په ۴۵ یو ورځینو سیالیو کې د خپلې لوبډلې نمائنده ګي کړې ده، نوموړی تر اوسه ۳۳ کاله عمر لري.